Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
غور وکړئ چې الله پاک فرښتے راوليږلې، الله پاک که غوښتلے نو بغير د فرښتو نه يـې هم مدد کولے شو، که الله پاک غوښتلے وے نو کافران به هُم پۀ خپلو کورونو کښې اُلټا پراتۀ وو، د بدر ميدان ته به هډو راتللے نۀ شو خو الله پاک فرښتے راوليږلې، ولې؟ ځکه چې هغه الله دے، هغه رَبّ دے، هغه د قُدرتونو والا دے، هغه چې څۀ غواړي کوي يـې، څوک د هغه نه د پوښتنې کولو جرأت نۀ شي کولے۔
بيا غور وکړئ چې پۀ غزوۀ بدر کښې د مدد کولو د پاره څوک راغلل؟ فرښتے راغلې خو الله پاک فرمائي:
وَ لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللّٰهُ بِبَدْرٍ
(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:123)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه الله پۀ بدر کښې ستاسو مدد وکړو۔
د مدد د پاره څوک راغلل؟ فرښتے۔ الله پاک څۀ فرمائي؟ الله پاک مدد وکړو۔ معلومه شوه چې د الله پاک مقرب بندګان، د الله پاک پۀ عطا سره، د الله پاک پۀ ورکړے شوي طاقت سره مدد وکړي نو دا د غيرُ الله مدد نۀ دے بلکې دا هُم د الله پاک مدد دے کوم چې هغه د خپلو بندګانو پۀ ذريعه باندې کوي۔
د يو سندر غاړي اِيمان تازه کوونکې توبه
يو ځل حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان فرمائيلو، پۀ بيان کښې هغوئي ناڅاپه خاموشه شو او اوئې فرمائيل: چې که 100 اشرفۍ پيش کړے شي نو مخکښې به بيان کووم۔ پۀ دومره اوريدو يو، دوه نۀ بلکې 40 کسان د 100، 100 اشرفو سره حاضر شول، هغوئي د يو خوش قِسمته نه اشرفۍ قبولې کړې او خپل خادم ابو رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه له يـې ورکړې او اوئې فرمائيل: فلانکۍ هديرې ته لاړ شه! هلته به يو بوډا کَس وي کوم چې به عُود (يعنې د موسيقۍ يوه آله مثلاً رباب ) غږوي، هغه له دا اشرفۍ ورکړه او هغه د خپل ځان سره زمونږ خوا له راوله۔ خادم فوراً پۀ حکم باندې عمل وکړو، کله چې هغه هديرې ته ورسيدو نو هلته يو بوډا کَس موجود وو، رباب يـې غږولو، خادم بوډا کَس ته سلام وکړو او اوئې