Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
کار نۀ دے، د خپل وَس مطابق چې څومره کيدے شي، چې څومره کيدے شي خوراک وغيره پوخ کړئ! پۀ هغې باندې ختم مبارک وکړئ او حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يـې ايصالِ ثواب کړئ! که ممکن وي نو دا خوراک پۀ غريبانانو باندې تقسيم کړئ! پخپله يـې هم خوړلے شۍ، پۀ کور والؤ باندې يـې هم خوړلے شۍ۔ چې دا ښۀ کار وکړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به مو ډير برکتونه نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ د خلقو د اسانۍ او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت د غمخورۍ د پاره موبائل ايپلي کيشن Online rohani ilaj & istikhara معارفي کړے دے۔ د دې ايپلي کيشن پۀ مرسته تاسو * آن لائن استخاره کولے شئ * د بيمارۍ، نظر، جادو، منتر وغيره مسئلو د حل کولو د پاره في سبيل الله تعويذونه حاصلولے شئ * او آن لائن کاټ هم کولے شئ۔ نور پۀ دې ايپلي کيشن کښې * د بيمارۍ * غريبۍ * غم، پريشانۍ * او د افتونو او بلاګانو وغيره نه د حفاظت مختلف اوراد او وظيفې هم شاملې دي۔ پۀ خپل سمارټ فون کښې دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړئ! پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ نـمونځ کښې د سورۀ فاتحه نه پس پۀ ورو اواز کښې آمين وئيل سُنَّت دي۔