Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَـوَیْتُ سُنَّتَ الاعْتِکَاف (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ ما باندې د دُرُود لوستونکي دُرُود ما ته رارسي او زۀ د هغۀ د پاره دُعا کووم، د دې نه علاوه د دُرُود لوستونکي د پاره 10 نيکۍ هم ليکلے کيږي۔ ([1])
ہے کرم ہی کرم کہ سنتے ہیں آپ خوش ہو کے بار بار دُرُوْد([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دُرُودِ پاک د لوستلو فضيلتونه خو ډير دي خو د دې فضيلت يو ځانله شان دے، کوم بنده چې دُرُود شريف لولي، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغۀ د پاره دُعا فرمائي۔ واه! سُبْحٰنَ اللہ! تاسو ته معلومه ده چې د دې دُعا برکتونه څۀ دي؟ * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا پۀ برکتونه سره بختونه رابيداريږي * افتونه بلاګانې لرې کيږي * مشکلات حل کيږي * وران کارونه سميږي * دُنيا او اخرت ښۀ کيږي * آؤ! آؤ! هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا ده د کومې پۀ برکت چې سپوږمۍ دوه ټوټې کيږي * پريوتے