Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم خپل مددګار مني، د الله پاک محبوب بندګان هم خپل مددګار مني، داسې خوش قِسمته او د ښې عقيدې والا خلق د الله پاک ډله ده او د الله پاک ډله چرې هم نۀ مغلوبه کيږي،هميشه غالبه وي۔
دشمن اگرچہ گھات میں ہے کوئی غم نہیں ان کی مدد رہے تو بگاڑ اپنا کیا سکے
عطّارؔ تیرے حامی و ناصِر ہیں مصطفےٰ کس کی مجال ہے کہ جو تجھ کو دبا سکے([1])
پيزار مبارک يـې د ډاکوانو کار تمام کړو
شيخ ابو عَمرو او شيخ عبد الحق حَرِيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما فرمائي: د 555 هجرئ خبره ده، پۀ 3 صَفَرُ شريف د اتوار پۀ ورځ مونږه د حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ مدرسه کښې حاضِر وو، هٰغه وخت حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي چَپَړې واچولې او اودس يـې وکړو، د اودس کولو نه پس هغوئي دوه رکعته نفل ادا کړل، د نـمونځ نه چې فارغ شو نو غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ تيز اواز څۀ ووئيل او د لرګي يوه چپړه يـې پۀ هوا کښې [بره] وويشتله، بيا هم دغه شان دويمه چپړه يـې هم وويشتله، دواړه چپړې زمونږه د سترګو نه پناه شوې۔ هغوئي بيا پۀ خپل ځائے باندې کيناستل۔ پۀ مونږ کښې چا هم د واقعې معلومولو جُرأت اونکړے شو۔
د 23 ورځو تيريدو نه پس د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدرسې ته يوه قافِله راغله، قافِلې والؤ ووئيل: مونږه د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې نذرانه وړاندې کول غواړو۔ نو مونږه د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه اجازت وغوښتو۔ اوئې فرمائيل: قافِلې والا دننه راپريږدئ او څۀ چې هغوئي درکړي هغه ترې واخلئ۔ مونږه قافِلې والا دننه راپريښودل، هغوئي ډير سامان د پيرانِ پير حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې نذرانه کړو، پۀ هغې کښې د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي نه جوړې مبارکې چپړې