Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
تِلاوت سعادت حاصل کړو، دا دواړه ډير ايمان تازه کوونکي آيتونه دي، پۀ دې آيتونو کښې مونږ ايمان والؤ ته څۀ اهم او بنيادي تعليمات راکړے شوي دي او ورسره هٰغه خلق کوم چې پۀ زړونو کښې قِسما قِسم وسوسې پالي، پۀ دې آيتونو کښې د هٰغه وسوسو هم پۀ ښه طريقه علاج دے۔ راځئ چې د دې آيتونو مبارکو لږ وضاحت واورو:
الله پاک فرمائي:
اِنَّمَا
دا کلمۀ حَصَر ده يعنې د دې معنیٰ وي: صِرف۔ آيا صِرف؟ فرمائي:
وَلِیُّكُمُ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ستاسو دوستان
د لفظ وَلِي ډيرې معنې دي خو علمائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م فرمائي: پۀ دې آيت کښې د لفظ وَلِي نه هُم دوه معنې مُراد اخستے کيدے شي: (1): مددګار (2): محبوب، خوښ، دوست۔ ([1]) پۀ دې لحاظ سره به د آيت مبارک معنیٰ جوړيږي: (1): ستاسو محبوب، ستاسو دوستان (2): دويمه معنیٰ به شي: ستاسو مددګار صرف او صرف هم دا هستيانې دي، هغه څوک څوک دي؟ فرمائي:
اللّٰهُ وَ رَسُوْلُهٗ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوا الَّذِیْنَ یُقِیْمُوْنَ الصَّلٰوةَ وَ یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَ هُمْ رٰكِعُوْنَ(۵۵)
(پارہ:6، سورۀ المَائدہ:55)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: صرف الله او د هغۀ رسول او ايمان والا دي کوم چې نـمونځ قائموي او زکوٰة ورکوي او د الله پۀ حضور کښې ښکته شوي دي۔
دا د 3 هستيانو ذِکر دے (1): اللہ پاک (2): د اللہ پاک خوږ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (3):