Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
وئيل: حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ستا د پاره 100 اشرفۍ راليږلې دي، دا يـې چې څنګ واوريدل نو هٰغه بوډا کَس يوچغه ووهله او پۀ زمکه باندې راپريوتو او بے هوشه شو۔ کله چې پۀ هوش کښې راغلو نو خادم ورته ووئيل: حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تاسو ته غواړي ۔ نو هٰغه بوډا کَس فوراً د هغوئي سره روان شو، کله چې دا دواړه حضرات د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ بارګاه کښې حاضر شول نو هغوئي وفرمائيل: دا بوډا منبر ته راوله! هغه پۀ منبر کښينولے شو، بيا غوثِ پاک وفرمائيل: خپله واقعه بيان کړه! هٰغه بوډا عرض اوکړو: زۀ پۀ ځوانۍ کښې ډير ښۀ سندر غاړے ووم، اواز مې ډير خوږ وو، خلقو به ډير پۀ شوق سره زۀ اوريدم، ژوند مې ډير ښۀ تيريدو، بيا زۀ بوډا شوم، اواز مې د مخکښې پۀ شان پاتې نۀ شو، بس پۀ دې وجه زما پۀ مشهورتيا زوال راغلو، خلقو زما نه مخ واړولو، زۀ به يـې نۀ اوريدم، پۀ دې غم کښې ما يوه ورځ سوچ وکړو چې ژوندي خلق که زما سندره نۀ اوري نو نۀ دې يـې اوري، زۀ به مړو ته سندرې وايم، پۀ دې سوچ زۀ هديرې ته لاړم، کله د يو قبر خوا ته، کله د بل قبر خوا ته، داسې پۀ ګرځيدو ګرځيدو مې سندرې شروع کړې۔ پۀ دې وخت کښې زۀ د يو قبر خوا ته ناست ووم چې ناڅاپه قبر برسيره شو، د هغې نه يو کَس راوتو، هغه ووئيل: اے انسانه! تر څو پورې به مړو ته سندرې اوروې ۔۔۔؟ خپل فرياد د الله پاک پۀ بارګاه کښې پيش کړه، بے شکه هغه حَیّ و قَيُّوم دے۔ دا منظر چي مې وليدو نو زۀ بے هوشه شوم، کله چې پۀ هوش کښې راغلم نو عقل مې پۀ ځائے شوے وو، نو ما د الله پاک پۀ بارګاه کښې فرياد پيش کړو۔ لا مې د رَبِّ کريم پۀ حُضُور کښې عرض کړے نۀ وو چې ستاسو خادم راورسيدو او ما ته يـې 100 اشرفۍ راعطا کړې۔ د دومره وئيلو نه پس هٰغه بوډا کَس خپل عُود (يعنې د موسيقۍ آله) ماته کړه او پۀ رښتوني زړۀ سره يـې توبه کړه او نيک انسان جوړ شو۔ ([1])