Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
كس ته حكم اوكړو لاړ شه! ”بَهَارِ شريعت“ راوړه...!! چنانچه كتاب راوړے شو او د هغوئي په لاس كښې وركړے شو، په هغه كتاب باندې په غټو حروفو كښې ”بَهَارِ شريعت“ ليكلے شوے وو، امام صاحب يو څو صفحے واړولې، شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ فرمائي: هٰغه وخت ما خاص لوستل نه شو كولے خو ځائے په ځائے پکښې په غټو حروفو كښې لفظِ ”مسئله“ ليكلے شوي وه، ځكه چې د مسائلو په اوريدلو به ما ته سکون ميلاويدلو، نو زما شوق پيدا شو چې كاش! دا كتاب ما ته ميلاو شي، خو نه ما د مذهبي كتابونو دُكان ليدلے وو، او نه مې دا شعور لرلو چې دا كتاب په بَيعه اخستے شي، خير كه اخستل ئې كيدلے شو هم، نو ما به څنګه اخستے وے، دومره پيسے به د چا سره وے...!!
بهَرحال! بَهَارِ شريعت نوم زما په ذِهن کښې پوخ کښیناستو او آخر هغه ورځ هم راغله چې د الله پاك په رحمت سره ما بَهَارِ شريعت واخستلو. په هغه ورځو كښې بَهَارِ شريعت په 2 جلدونو كښې وو، هديه ئې پاكستانئ 32 روپـئ وه. او بغير جلد والا هديه 28 روپئ وه۔ ما مكمل بَهَارِ شريعت بغير جلدونو والا په 28 روپـئ واخستلو. په هغه زمانه كښې دا ښے ډيرې روپـئ وے، او د بَهَارِ شريعت 17 حِصّے وے، اوس ئې 20 حِصّے دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! ما
ته د دې كتاب په بركت د معلوماتو ډيره قيمتي خزانه په لاس راغله چې د نن وخته پورې زه د دې کتاب ستائنه كووم۔ د دې عظِيمُ الشَّان تصنيف مُصَنِّف خليفه اعلٰى حضرت، صدرُ الشريعه، بدرُ الطريقه، مولانا مفتـي محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے. ([1])
دم سے تیرے بہارِ شریعت ہے چار سُو باطل ترے فتاویٰ سےلرزاں ہے آج بھی
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نن مونږه ټول د هُم هغه بُزُرګ په ذِكرِ خير كښې