Book Name:27 Nimazun Ka Sawab
شامِل يو، چې دُنيا ئې د صدرُ الشريعه، بدرُ الطريقه، مفتـي محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نوم پيژني، د هغوئي ليكلے شوے كتاب ”بَهَارِشريعت“ نن هم د عُلماؤ ضرورت دے، نن هم په دې كښې ليكلي شوي مبارك مسائل د لمَر د پلوشو په شان ځليږي، بَهَارِشريعت ته د فِقه حَنَفِـي اِنسائيكلو پيډيا وئيلے كيږي.
اے عاشقانِ رسول! اوس چې كوم حكايت مونږه واوريدلو، په دې لږ سوچ اوكړئ او د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په سيرت باندې غور اوكړئ! اوګورئ د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د ماشوم والي يا هلکوانئ دور وو، په دغه عمر كښې عام طور د ماشومانو تَوجُّه د لوبو د سامان اخستلو طرف ته ځي، زړه ئې دُنياوي څيزونه اخستل خوښوي خو د شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ ماشوم والے څنګه وو؟ هلکوانه ئې څنګه وه؟ په دغه عمر كښې د هغوئي خواهش وو چې په څه طريقه د فِقه حنفي عالم جوړلو والا كتاب ”بَهَارِشريعت“ حاصل كړے شي، روپـئ ورسره نه وے نو انتظار ئې كولو، يقيناً د روپو جمع كولو كوشش به ئې کړے وي، نو هله به ئې كتاب اخستے وي، بيا د دې عظيم كتاب اخستلو نه پس ئې د خوشحالئ دا حالت وو لکه يو لوئ دولت چې په لاس ورغلے وي...!! اَللهُ اَکْبَر! داَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د ماشوم والي دا انداز څومره ښكلے او عجيبه دے! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! نن چې شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په كوم مقام موجود دے، علمائے كرام فرمائي: د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ نه چې كله د يوے مسئلے تپوس اوكړے شي نو هغوئي په ډير سوچ سره د هغه مسئلے تفصيل بيانوي، داسې معلوميږي لکه د بَهَارِشريعت ډير بابونه ئې چې زباني ياد دي او د فِقه په مسائلو باندې ډير عُبُور لري.
سُبْحٰنَ الله! ماشوم والے ئې هم داسې باكماله وو او نن هم اَلْحَمْدُ لِلّٰه! په ټوله دُنيا