Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
كښې قربان كړے شو، د دې نه پس الله پاك حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته د کعبے شريفې د عمارت جوړولو حكم اوكړو، حضرت ابراهيم او حضرت اسماعيل عَلَيْهِما السَّلام دواړو کعبه شريفه بيا تعمير كړه. ([1])
حضرت ابوذر غِفاري رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: ما يوه ورځ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! په زمكه د ټولو نه اوَّل كوم جمات جوړ شوے دے؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: مسجِدِ حرام (يعنې خانه كعبه شريفه) ما بيا عرض اوكړو: د دې نه پس كوم جمات جوړ شوے دے؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: مسجِدِ اقصٰى. ما عرض اوكړو: د دې دواړو د جوړولو په مينځ كښې څومره موده ده؟ اوئې فرمائيل: 40 كاله. ([2])
يعنې خانه كعبه شريفه د مسجِدِ اقصٰى نه 40 كاله مخكښې جوړه شوي ده، علماء فرمائي: د دې حديثِ پاك مراد دا دے چې كله حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام د مسجِدِ اقصٰى بنياد كيښودلو نو د هغې نه 40 كاله مخكښې حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام كعبه شريفه جوړه كړي وه. ([3])
معلومه شوه چې د طوفانِ نُوح نه پس چې اوَّل كوم جمات جوړ شوے دے هغه خانه كعبه شريفه ده، دا دے د کعبے شريفې د اَوَّل کيدلو اوچت شان...!! اوس اوس دې ټولو رِوايتونو باندې غور کولو سره سره وارئ! الله پاك د خانه کعبے شريفې په شان كښې فرمائي: