Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj
دواړه لاسونه اوچت كړل او بيتُ الله شريف ته ئې مخ كړو اودُعا ئې اوكړه:
رَبَّنَاۤ اِنِّیْۤ اَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّیَّتِیْ بِوَادٍ غَیْرِ ذِیْ زَرْعٍ عِنْدَ بَیْتِكَ الْمُحَرَّمِۙ -رَبَّنَا لِیُقِیْمُوا الصَّلٰوةَ فَاجْعَلْ اَفْىٕدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِیْۤ اِلَیْهِمْ وَ ارْزُقْهُمْ مِّنَ الثَّمَرٰتِ لَعَلَّهُمْ یَشْكُرُوْنَ(۳۷) (پارہ13،سورۃ ابراهیم:37)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: اے زمونږه ربه! ما خپل اولاد ستا د عِزَّت والا كور خوا ته په داسې ميدان كښې ديره كړلو چې پكښې فصل نشته. اے زمونږه ربه! د پاره د دې چې هغوئي لمُونځ قائم اُوساتي نو ته د خلقو زړونه د هغوئي طرف ته را اوګرځوې او هغوئي ته د ميوو نه رزق وركړې چې هغوئي ستا شكر ګزاره جوړ شي.
چې كله حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام بيرته تشريف يوړلو، حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها سره اوبه ختمې شوے نو د اوبو د لټون د پاره ئې د صَفَا او مَروَه نومې دوو غونډو اووه چكرې اولګولې، آخر د حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام د ښپو مباركو يا د حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام د وَزَر وهلو سره د زَم زَم چينه ښكاره شوه، څه موده پس د قبيله جُرهم خلق هم راغلل او دلته آباد شو، دغسې د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام غوښتلې شوي دُعا قبليدل شروع شوه.
بيا چې كله حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام د اووه يا ديارلسو كالو عمر ته اورسيدلو نو حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام ته د الله له طرفه د شهزاده حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام د قربانئ پيش كولو حكم اوشو، دا ځل هم حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د خپل ربّ حكم اومنلو، مکّے مُکَرَّمے ته ئې تشريف راوړلو او د خپل ځوئے قرباني پيش كولو ته تيار شو او د خپل ځوئے حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام ذبح كولو د پاره ئې د هغوئي په مرئ چاړه كيښودله نو الله پاك د جنَّت نه ګډ را اوليږلو، هغه د حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام په فديه