Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

دا جدائي څنګه قبلولے شي؟ خو قربان شم ! د حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د اِطاعت د جذبے نه! حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د خپل مالك پروردګار حكم اومنلو. په دې حكم باندې د عمل كولو د پاره د ملكِ شام نه صرف د درې کسانو يوه قافله مکّے مُکَرَّمے طرف ته روانه شوه، په دغه نوراني قافله كښې يو حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام، يو وړوكے شهزاده حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام، او د هغوئي والده حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها  وه د ځائے ښودلو د پاره ورسره حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام هم وو.

    شپه او ورځ په سفر كولو كولو دا نوراني قافِله آخر يوه ورځ د غرونو فراخه لمَن ته را اورسيدله، دلته د لرې لرې پورې  آبادي نه وه، نه څه چينه، نه اوبه او نه د ژوند تيرولو نور سامان وو، د کعبے شريفې زمكه هغه وخت د يو خټ په مثل اوچته زمكه وه، دلته چې را اورسيدل نو جبريل عَلَيْهِ السَّلام عرض اوكړو: اے ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام! بس دا مقام دے. حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام د سورلئ نه كوز شو، خپل خوږ شهزاده حضرت اسماعيل عَلَيْهِ السَّلام او د هغوئي والده صاحبه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها ئې د هغه خټ خوا ته كوز كړل، لږې كجورې او لږې اوبه ئې ورته وركړې او بيرته ترينه روان شو. حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها عرض اوكړو: اے د الله پاك نبـي (عَلَيْهِ السَّلام)! مونږه دلته په غير آباد ځائے كښې د چا په اسره پريږدې؟ حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام خاموشه پاتې شو. څه جواب ئې  ورنكړو، حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها يو څو ځله تپوس اوكړو خو حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام خاموشه وو، آخر ئې عرض اوكړو: آيا الله پاك تاسو ته د دې حكم كړے دے؟ حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام اوفرمائيل: آو! د الله پاك حكم دے. دا ئې چې واوريدل نو هغه نيكې بي بي حضرت هاجره رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْها د بےمثاله تَوَكُّل او پوخ ايمان ثبوت ورکړو او عرض ئې اوكړو: نو بيا خو په خير سره لاړ شئ! الله پاك به مونږه دلته نه ضائع كوي.

     بيا حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام واپس شو، چې لږ لرې لاړلو نو حضرت ابراهيم عَلَيْهِ السَّلام