Book Name:Fazail-e-Makkah & Hajj

      سُبْحٰنَ الله! څومره ښكلے شان دے د کعبے شريفې...!! الله پاك دا او ټول حُدودِ حرم د اَمَن مقام جوړ كړے دے. اوس اوَّل حدودِ حرم اوپيژنئ!

      شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي: عام خلق ”مسجِدِ حرام“ ته ”حرم شريف“ وائي. په دې كښې څه شك نشته چې مسجدِ حرام په حرم شريف كښې داخل دے خو حرم شريف د مکّے مُکَرَّمے سره، د دې خواو شاه په ميلونو خور دے او هر طرف ته د دې حدونه جوړ شوي دي، د يو تاريخ دان د نوي پيمائش په حساب د حرم د رقبے دائره 127 كلوميټر ده او د حرم شريف كل رقبه 550 مربع كلوميټر ده. ([1])  

     دا ټوله علاقه چې په دې كښې ځنګل هم شامِل دے، په دې كښې دننه شنه بوټي ويستل حرام دي، د دې ونې كټ كول حرام دي، دلته ځناورو ته تكليف رسَوَل حرام دي تر دې پورې چې كه سخته ګرمي وي او يوه وَنه وي او د هغې په سَوري كښې هوسئ ناسته وي نو د خپلې ناستې د پاره هوسئ پاڅول جائز نه دي. د مکّے مُکَرَّمے كونترې اَلوَځَوَل، ويرول يا په بله څه طريقه هغوئي ته تكليف رسَوَل منع دي. ([2]د دې نه اندازه اولګوئ! چې كله د  مکّے مُکَرَّمے د ځناورو دومره ادب دے نو هلته به د مسلمانانوانسانانو څومره ادب وي...؟ په تفسير صراطُ الجنان كښې دي: كه څوك قتل و جُرم اوكړي او د حرم شريف په حدودو كښې داخل شو نو هلته به نه هغه قتل كيږي او نه به پرې حد (يعنې شرعي سزا) قائميږي. دويم خليفه اَمِيرُ المُؤمِـنِين حضرت سَيِّدُنا عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْه فرمائي: كه زه د خپل والد خطاب قاتل هم په


 

 



[1]...رفیق الحرمین، صفحہ:89۔

[2]...بہارِ  شریعت،  حصہ:6، جلد:1، صفحہ:1085-1086۔