Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
دي چې مونږه قرآنِ كريم بيرته كړے دے، دا قرآن، د الله پاك پاك كلام دے كوم چې الله پاك زمونږ د هدايت د پاره نازل كړے دے، دا قرآن شِفا ده، په دې قرآن كښې د بدني بيمارو نه هم شِفا ده، د باطني بيمارو نه پکښې هم شِفا ده، په دې قرآنِ مجيد كښې الله پاك زمونږ د پاره د ژوند اُصُول بيان كړي دي، مونږه دا قرآنِ كريم، د الله پاك دا كلام څومره لولو، په دې باندې د ځان پوهه كولو څومره كوشش كوو.
كه مونږه لمُونځ ادا كوو او په لمَانځه كښې د موبائل د ټلئ اواز راشي، يا د موبائل وائبريشن محسوس كړو نو د لمَانځه نه مو تَـوَجُّه واوړي، ،چې د چا فون به وي يا د چا پيغام به وي، او د سلام ګرځولو نه پس فوراً موبائل ګورو، بعضې خو لا دُعا ته هم صبر نه كوي او د دُعا نه مخكښې موبائل ګوري. آه! دا قرآنِ كريم زمونږ د ربّ كلام دے. په دې كښې زمونږ د پاره هدايت دے، رنړا ده، نُور دے، په دې كښې زمونږ د مسائلو او پريشانو حل دے، په دې كښې زمونږ د مُعاشي مُعامَلاتو حل دے، افسوس! د دې پاك كلام لوستلو د پاره زمونږ زړه نه بے قراره كيږي، په دې باندې ځان پوهه كولو د پاره مونږه نه بے قراره كيږو. كاش چې مونږ ته هم د قرآن محبت نصيب شي، كاش چې مونږه هم د قرآنِ كريم تلاوت كوونكي جوړ شو، كاش چې زمونږه ژوند هُم د قرآن د اُصُولو مطابق شي. حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: بيشكه قرآنِ كريم شفاعت كوونكے دے او شفاعت به ئې قبليږي هم، پس څوك چې قرآنِ كريم خپل اِمام او پيشوا جوړ كړي، قرآنِ كريم به هغه جنت ته بوځي او څوك چې قرآنِ كريم پريږدي، قرآنِ مجيد به هغه دوزخ ته غوزار كړي. ([1])
گَرْ تُو مِی خَواہِی مُسَلْمَاں زِیْسْتَنْ نَیْسْت مُمْکِنْ جُزْ بَہ قُرْآں زِیْسْتَنْ