Book Name:Quran Aur Farooq e Azam

سره وابسته كيدو نه مخكښې زه فيشن پرست ووم، نه مې په مخ ګيره وه او نه مې په سر باندې عمامه وه، د سُنَّتو  نه لرې د دُنيا په محبت كښې مست ووم او خپل قيمتي ژوند مې په بےعملئ او جهالت كښې تيرولو. زما په ژوند كښې د دِين شمع داسې بله شوه چې يوه ورځ  يو اسلامي ورور ما ته د تجويد سره د قرآنِ مجيد لوستلو د پاره د ماسخُتن د لمَانځه نه پس لګيدونكي د اسلامي ورونړو مدرسةُ المَدينه كښې د شريک كيدو دعوت پيش كړو، ما د هغه د نيكئ دعوت قبول كړو او په مدرسةُ المَدينه كښې شريك كيدل مې شروع كړو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د دې په بركت ما د تجويد سره قرآنِ كريم زده كړو او فيشن مې پريښودو او د سُنتو عامِل جوړ شوم.

یہی ہے آرزُو تعلمِ قرآں عام ہو جائے   تلاوت کرنا صُبح وشام میرا کام  ہو جائے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                         صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

”مدنی قاعِدہ(madani qaida) “ موبائِل ایپلی کیشن

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قرآنِ كريم فيضان عام كولو د پاره د دعوتِ اسلامي آئـي. ټـى ډيپارټمنټ یو ايپلي كيشن هم جاري كړے دے، چې نوم ئې مدني قاعده  (Madani Qaida) [ايپلي کيشن] دے. په دې ايپلي كيشن كښې ئې مكمل مدني قاعده او د دې آډيو شامله كړې ده يعنې په دې ايپلي كيشن كښې چې تاسو د مدني قاعدے په كوم حَرف يا كوم لفظ باندې کِلک  (Click) اوكړئ نو په آډيو كښې به د هغې تَلَفُّظ اووئيل شي، دغسې د دې ايپلي كيشن په مدد په آسانئ سره مدني قاعده لوستلے شئ، د دې مشق كولو سره دُرُست مخارج او ضروري تجويد زده كولے شئ. دا ايپلي كيشن په خپل سمارټ فون كښې انسټال كړئ، پخپله ترينه هم فائده حاصله