Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
كريم په اوريدلو يا لوستلو مسلمان شوي دي، په هغوئي كښې د ټولو نه وړومبے حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ دے، په يو روايت كښې دي: كله چې د هغوئي خور هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ ته قرآنِ كريم وركړو، هغوئي بيرته كړو او لوستل ئې شروع كړو نو بدن ئې په لړزان شو او د قرآن لوستلو سره ئې مسلسل د بدن لړزان زياتيدلو، آخر اِيمان د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ زړه ته كوز شو او كلمه ئې اولوستله اومسلمان شو. ([1])
رسول اللہ نے فاروق کو اللہ سے مانگا عطاءِ رَبِّ سُبْحَاں حضرتِ فاروق اعظم ہیں
چُنا اس پاک نے دیں کے لئے اس پاک ستھرے کو حبیبِ دِین داراں حضرتِ فاروق اعظم ہیں([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُوافقاتِ عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ
مُحَدِّثِينِ كرام او عُلمائے كرام چې كله د دويم خليفه، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ سيرت بيانوي نو په هغې كښې يو خاص عُنوان مُوافقاتِ عُمَر ذِكر كيږي.
دا عُنوان خاص د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د سيرتِ پاك دے، د دې نه علاوه د بل صحابي په سيرت كښې باقاعده ”مُوافقات“ نه بيانيږي.
د مُوافقات مطلب دے: د قرآنِ كريم هغه آيتونه كوم چې د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د رائے مطابق نازِل شوي دي: مثلاً حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ به د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې يوه رائے پيش كړه، په هغې باندې به د قرآنِ كريم آيت نازِل شو، د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د ژبې مباركې