Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
[فارسي شعر دے د دې ترجمه ده]
ترجمه: كه د مسلمان ژوند تيرول غواړې نو د قرآنِ كريم نه بغير داسې هيڅ كله نه شي کيدے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
12 ديني كارونو كښې يو ديني كار مدرسةُ المَدينه (برائے اسلامي ورونړه)
مخكښې به ئې دې ته [تنظيمي طور باندې] ”مدرسةُ المَدينه بالغان“ وئيلو، اوس ورته”مدرسةُ المَدينه“ (برائے اسلامي ورونړو) وائي.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! قرآنِ كريم سره د محبت كولو، د قرآنِ كريم د تلاوت كولو، په قرآنِ مجيد باندې د ځان پوهه كولو، او د عمل كولو د جذبے حاصلولو د پاره د عاشَقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ او 12 ديني كارونو كښې د زړه په اِخلاص سره حِصَّه واخلئ، اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د دِين و دُنيا بيشميره بركتونه به حاصل كړئ. ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو ديني كارونو كښې يو د هرې ورځې ديني كار ”مدرسةُ المَدينه“ (برائے اسلامي ورونړه) هم ده.
اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه د دعوتِ اسلامي زير اهتمام په جماتونو، سكولونو، كالجونو او ماركيټونو وغيره كښې لګيدونكي مدارسُ المَدينه كښې د زيات عمر اسلامي ورونړو ته د تجويد سره د قرآنِ كريم تعليم ورکولے کيږي. او ورسره ورسره بنيادي ضروري احكام و مسائل او سُنتونه او آداب هم ورښودلے کيږي.
فيشن پرست د سُنتونو عامِل جوړ شو
د بلوچستان د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: چې د دعوتِ اسلامي ديني ماحول