Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
هغه صحابۀ كرام كومو به چې په بارګاهِ رسالت كښې خپل آوازونه ښكته ساتل، خاص طور حضرت ابُوبَكرصِدِّيق او حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُما، د دوئي مُتَعَلِّق په دې آيتِ كريمه كښې بيان کړے شو چې الله پاك د هغوئي زړونه د تقوٰى او پرهيزګارئ د پاره ازمائيلي دي، د هغوئي د پاره په آخرت كښې بخښنه او لوئ اجر دے.
معلومه شوه چې د حضرت ابُوبَكرصِدِّيق او حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُما بخښنه يقيني ده، دا قطعي جَنَّتـيان دي چې الله پاك په دې آيتِ كريمه كښې د دوئي د بخښنې او د لوئ ثواب اعلان فرمائيلے دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
فاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ او تلاوتِ قرآن
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اسلام دويم خليفه، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ په قرآنِ كريم باندې عمل كولو كښې ډير ثابت قدم وو، كله چې هغوئي خليفه جوړ شو نو د هغوئي عادتِ مبارَكه وو چې قرآنِ مجيد فيصله به ئې واوريدله نو خپله فيصله به ئې پريښودله، كله به ئې هم د قرآنِ كريم خلاف فيصله نه كوله. يو ځل يو كس جُرم اوكړو، هغه ئې د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ په خِدمت كښې پيش كړو، هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ هغه [مجرم] ته سزا واوروله نو هغه په دغه وخت کښی دا آيتِ كريمه اولوستلو:
خُذِ الْعَفْوَ وَ اْمُرْ بِالْعُرْفِ وَ اَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَ(۱۹۹) (پارہ9،سورۃالاعراف:199)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: اے حبيبه! مُعاف كول اختيار كړه او د نيكئ حكم كوه او د جاهلانو نه مخ واړوه.
حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ چې دا آيتِ مباركه واوريدلو نو غور كول ئې