Book Name:Quran Aur Farooq e Azam

حیاتی میں تو تھے ہی خدمتِ محبوبِ خالق میں مزار اب ہے قریبِ مصطفےٰ فاروقِ اعظم کا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    اے عاشِقانِ رسول! د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د سيرت ډير اړخونه دي، په هغې كښې يو اهم اړخ  د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د قرآنِ كريم سره مضبوط تَعَلُّق دے.  اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! ټولو صحابۀ كرامو به د قرآنِ كريم سره محبَّت كولو، قرآنِ كريم به ئې زده كولو، ځان به ئې پرې پوهه كولو، د قرآنِ كريم تلاوت به ئې كولو، په دې باندې به ئې عمل كولو، خو حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ  د قرآنِ كريم سره یوه انفرادي  مينه لرله، او د هغوئي د اسلام قبلولو ذريعه هم قرآنِ كريم جوړ شوے وو.

د حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام قبلولو واقعه  

     مشهوره واقعه ده: چې حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ لا اسلام نه وو قبول كړے، د اسلام سخت دُښمن وو، يوه ورځ ئې په سخته غُصَّه كښې ښکاره توره راخستي وه او مَعاذَ الله! د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شهيد كولو په اراده روان وو، په لاره كښې ورته معلومه شوه چې د هغوئي خور او اَوښے دواړه هم مسلمانان شوي دي، د خور كور ته چې اورسيدلو نو د دننه نه د قرآنِ كريم د تلاوت آواز راتلو، دروازه ئې اوډبوله چې كور ته ننوتلو نو خپله خور ئې اووهله او اوښے ئې هم اووهلو، خو چې كله ئې اوليدل چې د هغوئي د زړه نه د اسلام محبت كم نه شو نو سوچ ئې اوكړو چې آخر اُوخو ګورو چې دا څنګه طاقت دے، په اسلام كښې دا څنګه خوند دے چې د دومره وهلو سره هم د دوئي په زړونو کښې د اسلام محبت كم نه شو، د خور نه ئې قرآنِ كريم اوغوښتلو، خور ئې ورته اووئيل: ناپاكه خلق دې ته لاس نه شي ور وړے، غُسل يا اودس اوكړه بيا