Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
تمہارے بعد پیدا ہو نبی کوئی نہیں ممکن نبوت ختم ہے تم پرکہ ختم الانبیاءتم ہو([1])
يعني اے خوږه آقا مُحَمَّدِ عَـرَبِـی مكِّـى مَدَنـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو نه پس بل نبـي پيدا كيدل ناممكن دي نَبُوَّت په تاسو ختم شوے دے، تاسو ختمُ الانبياء ئې۔
شانِ فاروقِ اعظم په ژبه د قرآن
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قرآنِ مجيد 20 آيتونه هغه دي كوم چې د اسلام د دويم خليفه، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د رائے موافق نازل شوي دي، دغه شان د قرآنِ كريم 20 آيتونه هغه دي كوم چې د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ په شان كښې نازل شوي دي او په هغې كښې د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ شان و عظمَت بيان شوے دے. راځئ! چې د هغې آيتونو نه صرف دوه آيتونه واورو او كه د ټولو 20 آيتونو تفصيلي معلومات حاصلول غواړئ نو د دې د پاره د مكتبةُ المَدينه كتاب ” فیضانِ فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْهُ “ اولولئ.
(1) فاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ نيك مُومِن دے
سُلْطَانُ الْمُفَسِّرِیْن حضرت عبد اللہ بن عبَّاس رَضِیَ الله عَنْهُ فرمائي: يوه ورځ خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى په يوه مُعامَله كښې فِكرمند وو، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ عرض اوكړو:يَا رَسُولَ الله! د فِكر څه خبره ده، الله پاك ستاسو سره دے، فرښتے ستاسو سره دي، حضرت جبرائيل او ميكائيل ستاسو سره دي، حضرت ابُوبكر ستاسو سره دے او زه هم ستاسو په خدمت کښی حاضر يم، ټول مسلمانان ستاسو سره دي.