Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
وو، په دې وجه هغوئي ته صَاحِبُ الْوِسَادَۃِ وَ النَّعْلَیْن وئيلے كيږي، يعنې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعلين شريف او تكيه مباركه اوچتولو او ايښودلو والا. ([1])
داسې د اوچتې درجے صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ نصيحت كوي، فرمائي: كله چې د نيكانو خلقو ذِكر کیږی نو د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرِفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ ذِكر هم په تادئ سره کوئ! بيا غور اوكړئ! حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ د حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ سره د محبَّت اظهار څنګه په ښكلي انداز كښې اوكړو، فرمائي: كه ما ته معلومه شي چې حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ به د يو سپي سره محبَّت كولو نو زه به هم د هغه سپي سره محبَّت اوكړم. يعنې داسې سپك څيز چې عام طور د هغه سره څوک محبت نه كوي، فرض كړه كه حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ د هغه سره محبَّت كولے نو زه به هم د هغه سره محبَّت اوكړم.
سُبْحٰنَ الله! الله پاك دِ مونږ ته د صحابۀ كرامو، اهلِ بيتِ اِطهار، خلفائے راشدين عَلَيْهِمُ الرِّضْوان، دې ټولو سره د زړه د اخلاصه د محبت كولو، ادب كولو، د دوئي د ذِکرِ خير کولو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
هر صحابئ نبی، جنّتی جنّتی څلور ياران د نبی، جنّتی جنّتی
ابو بکر او عمر، جنّتی جنّتی عثمانِ غنی، جنّتی جنّتی
فاطمه او علی، جنّتی جنّتی حَسَنْ او حُسَیْن هُم، جنّتی جنّتی
د حضرت فاروقِ اعظَم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تَعَارُف
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ د نصيحت