Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
آيتونه د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ په مُوافَقَت كښې نازِل شوي دي، د حديثِ پاك غټ غټ ماهِرانو عُلمائے كرامو دا احاديث، دا روايات په كتابونو كښې ليكلي دي نو اوس كه زمونږه په عقل كښې راځي او که نه راځي، مونږ به دا قبلوو....! په دې كښې زمونږ د پاره خير او فائده ده.
عقل کو تنقید سے فرصت نہیں عشق پر اعمال کی بنیاد رکھ
* پاتې شوه دا خبره چې كه مُوافقاتِ عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ اومنلے شي نو د دې سره د خَتْمِ نَبُوَّت اِنكار لازميږي نو دا خبره بالكل غلطه ده، مُوافقاتِ عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ منلو سره د خَتْمِ نَبُوَّت اِنكار نه لازميږي بلكه دا خو د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آخري نبـي كيدو زَبَردست دليل دے. هغه څنګه؟ په دې باندې ځان پوهَه كولو د پاره په دې حديثِ پاك باندې غور اوكړئ!
د خَتمِ نُبُوَّت زَبَردست دليل
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: لَوْ کَانَ بَعْدِی نَبِیًّا لَکَانَ عُمَر كه زما نه پس څوك نبـي وے نو ضرور عُمر به وے. ([1])
سُبْحٰنَ الله! څومره ښكلے شان دے زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم. دا حديثِ پاك د خَتْمِ نَبُوَّت دليل هم دے او د علمِ غيب هم ښكلے دليل دے. اوګورئ! د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس د قيامته پورې به بل نبـي نه راځي، نوے نبـي راتلل ناممكن دي، بالفرض كه نوے نبـي راتلل ممكن وے نو څوك به وے؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې حتمي جواب ارشاد اوفرمائيلو چې زما نه پس بل نبـي راتلل ناممكن دي، او