Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
كړئ او نورو ته هم د دې ترغيب وركړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اوفرمائيل: ’’زما په نائب باندې دِ د الله پاك رحمت وي. عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونكے او نورو ته ښودونكے.“([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
لويدلي نوړئ اوچتول او خوړل سُنَّتِ مصطفٰى دي
دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) څوک چې د دسترخوان نه د ډوډئ لويدلي ټكړه اوچته كړي او اوئې خوري، هغه به اوبخښلے شي. ([2]) (2) كوم كس چې د دسترخوان نه د طعام خوړلو نه پس د ډوډئ ټكړے او ذرے راغونډې كړي، [او او ئې خوري] د هغه په رزق كښې به فراخی کيږي، او د هغه اولاد به صحىح و سلامت او بے عيبه کيږي او هغه ټكړے به د حورو حق مَهر شي. ([3])
اے عاشقانِ رسول! د ډوډئ لويدلي نوړئ اوچتول او خوړل سُنَّتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي. * حضرت عائشه صديقه رَضِیَ الله عَنْها فرمائي: نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم