Book Name:Quran Aur Farooq e Azam

په دې آيت كښې  شراب مكمل طور حرام كړے شو. ([1])

ملی تائیدِ خدا، تائیدِ حبیبِ خدا                   مل گئی تائیدِ اَصْحابِ خَیْرُ الْوَریٰ

دیا حق نے ان کا ساتھ ہے                       فاروقِ اعظم کی کیا بات ہے

پیکرِ صدق و صفا ان کے                        حق میں رسول خدا کی دُعا

جب بھی کچھ کہے حق تیرے ساتھ ہے    فاروقِ اعظم کی کیا بات ہے

      د مُوافقاتِ عمر رَضِیَ الله عَنْهُ مُتَعَلِّق تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مكتبة المَدِينه كتاب ”فیضانِ فاروقِ اعظم رَضِیَ الله عَنْهُ “ لوستل ډير فائده مند دي. اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په احاديثو كښې د فاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ فضائل

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اسلام د دويم خليفه، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د رائے مُوافِق نازليدونكي آيتونو نه اندازه اولګوئ چې د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ رائے څومره پخه وه، د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ سوچ او فِكر څومره اعلٰى وو، د هغوئي د زړه مائله كيدل څومره زبردست وو، حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ د قرآنِ كريم د مزاج نه څومره واقف وو چې د هغوئي د سوچ مطابق به قرآنِ كريم نازليدلو.  سُبْحٰنَ الله! دا د قرآنِ كريم او د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ په خپل مينځ كښې جَوَر تَعَلُّق دے...!

    * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چا چې د عُمَر سره بُغض اوساتلو، هغه زما سره بُغض اوساتلو، چا چې د عُمَر سره مَحَبَّت اوكړو، هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو،


 

 



[1]...ثلاث رسائل فی مُوافقات عمربن الخطاب، صفحہ:111تا164ملتقطاً۔