Book Name:Shan e Usman e Ghani

لکه چې پۀ تاسو باندې د الله پاک د ويرې غلبه وي۔ اوئې فرمائيل: ځويه! واوره۔۔۔!! عبادت پريښودل ګمراهي ده او اُميد د ايمان دوه ستنې دي۔ پۀ چا باندې چې د الله پاک ويره غالبه وي، هغۀ د خپلې ويرې د لرې کولو او د الله پاک د عذاب نه د بچ کيدو د پاره عبادت کوي او پۀ چا باندې چې د رحمت اُميد غالب وي، هغۀ د الله پاک د رحمت د حقدار جوړيدو د پاره عبادت کوي، تر څو پورې چې عبادت نۀ وي، نۀ ويره څۀ فائده ورکوي او نۀ اُميد۔ آؤ! که بنده عبادت کوي نو اُميد او ويره دواړه عبادت جوړ شي۔ ([1])

دا دے د رحمت د اُميد اصلي مفهوم۔۔۔!! مونږ له د الله پاک د رحمت نه طمع ساتل دي، ضرور ساتل پکار دي او د دې سره سره عبادت هم کول دي، نـمونځونه هم پينځه واړه هغه هم د جَمعې سره پۀ جومات کښې ادا کول دي، روژې هم نيول دي، تلاوت هم کول دي، باقي نيک اعمال هم کول دي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم۔

د بيان خُلاصه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه واوريدل چې حضرت عثمانِ غني رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   څومره د اوچتې مرتبې صحابئ رسول دے، د قرآنِ کريم ډير آيتونه د هغوئي پۀ شان کښې نازل شوي دي، پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ يو ځائے کښې د هغوئي درې اوصاف بيان شول: (1): هغوئي د شپې عبادت کوونکے دے (2): د اللہ پاک نه ويريدونکے دے (3): او د اللہ پاک د رحمت نه اُميد لرونکے دے۔

الله پاک دې د حضرت عثمان رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   پۀ وسيله مونږ ته هم د دې دريو واړو اوصافو اختيارولو توفيق راعطا کړي۔اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم۔


 

 



[1]... کَشْفُ الْمَحْجُوب، صفحہ:184 بتغیر قلیل ۔