Book Name:Shan e Usman e Ghani

نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او د نيکو عملونو زياتولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نيک اعمال (Naik Amal) دے۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پۀ دې ايپلي کيشن کښې د اسلامي وروڼو، اسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيله، بيله رِساله موجوده ده ٭ دا پۀ 6 مختلفو ژبو ٭ انګلش ٭ اُردو ٭ هندۍ ٭ بنګالۍ    ٭ ګجراتۍ او ٭ سندهۍ کښې استعماليدے شي ٭ پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيکو اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي ٭ د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه واخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن جوړيږي، د زړۀ صفا والے به نصيب کيږي او کردار به مو صفا سوترا، ښکلے کيږي۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: پۀ جلسه کښې کم از کم يو ځل د سُبْحٰنَ اللہ! وئيلو پۀ مقدار کيناستل واجِب دي۔

وضاحت: د دوو سجدو پۀ مينځ کښې کيناستو ته جلسه وئيلے شي۔ ډير خلق پۀ دې غلطۍکولو ليدلے کيږي چې پۀ تادۍ کښې پۀ جلسه کښې پوره نۀ کښيني، د يوې سجدې نه سر اوچت کړي، لا يـې ملا نيغه کړې نۀ وي چې بلې سجدې له لاړ شي، داسې جلسه نۀ پوره کيږي، واجِب پاتې کيږي او داسې کولو والا ګنهګاريږي۔ ياد ساتئ