Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

مُحَمَّدٌ  رَّسُوۡلُ اللّٰہِ ؕ وَ الَّذِیۡنَ مَعَہٗۤ اَشِدَّآءُ  عَلَی الۡکُفَّارِ  رُحَمَآءُ  بَیۡنَہُمۡ تَرٰىہُمۡ  رُکَّعًا سُجَّدًا یَّبۡتَغُوۡنَ  فَضۡلًا مِّنَ  اللّٰہِ  وَ رِضۡوَانًا ۫ سِیۡمَاہُمۡ  فِیۡ وُجُوۡہِہِمۡ  مِّنۡ  اَثَرِ السُّجُوۡدِ ؕ ذٰلِکَ مَثَلُہُمۡ  فِی التَّوۡرٰىۃِ ۚۖۛ وَ مَثَلُہُمۡ  فِی الۡاِنۡجِیۡلِ ۚ۟

صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہٗ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د 26 سيپارې، د سورۀ فتح، آيت: 29 د څۀ حصې د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې الله پاک د خپل محبوبِ کريم   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جانثارو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پيژندګلو کړې ده، فرمائي:

مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللّٰهِؕ-وَ الَّذِیْنَ مَعَهٗۤ اَشِدَّآءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَیْنَهُمْ تَرٰىهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا یَّبْتَغُوْنَ فَضْلًا مِّنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانًا٘-سِیْمَاهُمْ فِیْ وُجُوْهِهِمْ مِّنْ اَثَرِ السُّجُوْدِؕ     (پارہ:26، سورۀ فتح:29)     

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  مُحَمَّد د الله رسول دے او د هغوئي ملګري پۀ کافرانو باندې سخت، خپل مينځ کښې نرمو زړونو والا دي۔ تۀ به هغوئي پۀ رکوع کولو سجدو کولو وِينې، د الله فضل او رضا غواړي د هغوئي علامت د هغوئي پۀ مخونو کښې د سجدو د نخښو نه دے۔

دا د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان 5 اعلیٰ اوصاف بيان شول: صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان هٰغه د اوچتې مرتبې خلق دي چې (1):  د کافرانو د پاره ډير سخت دي (2): پۀ خپل مينځ کښې ډير د نرم زړۀ والا دي (3): پۀ کثرت سره نـمونځونه کوي، کله سجدې کوي، کله رکوع کوي (4): او عبادت هم داسې ښکلے کوي چې پۀ هغې کښې لږه شان رِيا هم نۀ کوي بلکې د هغوئي مقصد صرف او صرف د الله پاک فضل او د هغۀ رضا وي  (5): نور دا چې صحابۀ کرام عَلَیْہِمُ الرِّضْوان هٰغه هستيانې دي چې د هغوئي پۀ مخونو باندې د سجدو