Book Name:Farooq e Azam Ki Nirali Shanein

نخښې او د عبادت نُور ښکاري۔  

سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د دې 5 اعلیٰ اوصافو د ذِکر کولو نه پس فرمائي:

ذٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِی التَّوْرٰىةِ - وَ مَثَلُهُمْ فِی الْاِنْجِیْلِ     (پارہ:26، سورۀ فتح:29)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا د هغوئي صفت پۀ تورات کښې (ذِکر شوے) دے او د هغوئي دا صفت پۀ اِنجِيل کښې (ذِکر شوے) دے۔ 

 الله! الله! د صحابه کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان څومره ځانګړے شان دے، وګورئ چې مونږه کله دُنيا ته راغلي وو، هٰغه وخت چا هم مونږ نه پيژندلو، مونږ به چا پۀ خوب کښې هم نۀ وو ليدلي، بيا چي مونږه کله دُنيا ته راغلو، نو بيا هم مونږه کور والؤ، خپلوانو او د محلې والا يو څو کسانو  پيژندلو، بيا چې کله مونږه لوئي شو، بيا هم زمونږه پيژندونکي خلق ډير کم دي، د چا به پۀ سوونو کښې وي، د چا به پۀ زرګونو يا لکونو کښې وي خو قربان شم! د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږو خوږو صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ځانګړے شان دے چې دا هستيانې لا دُنيا ته هم نۀ وو راغلې، د هغې نۀ پۀ صدو مخکښې د هغوئي ذِکر پۀ دُنيا کښې موجود وو، پۀ مخکښينو اسماني کتابونو مثلاً تورات شريف کښې، انجيلِ مُقَدَّس کښې د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان اوصاف او کمالونه ليکلي شوي وو، خلقو هغوئي پيژندل هم نۀ،خو د هغوئي ذِکرِ خير به يـې کولو او دا ذِکر هم څۀ عام ذِکر نۀ وو بلکې د الله پاک پۀ کلام کښې به د صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان ذِکرِ خير باقاعده تِلاوت کيدلو او خلقو به د ثواب پۀ اميد د دوئي ذِکرِ خير کولو۔

ياد ساتئ چې پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې خلقو د خپلې خوښې مطابق تحريف (يعنې بدلون) کړے وو، ځکه د دغه اسماني کتابونو لوستل اوس صحيح نۀ دي۔ البته د خلقو د بدلون