Book Name:Ibadat Ke Faide

نيک کارونو کښې لګيا شئ! غرض دا چې قِسما قِسم خلقو ته د هغوئي د حالت مطابق حکم دے چې عبادت کوئ! ([1]) د چا؟ اوئې فرمائيل:

رَبَّکُمُ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د خپل رَبّ۔

زمونږه رَبّ څوک دے؟

الَّذِیْ خَلَقَکُمْ وَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِکُمْ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چاچې تاسو او ستاسو نه مخکښې خلق پيدا کړي دي۔

دا جُمله د الله پاک د عبادت د حق مستحق کيدلو دليل دے۔ يعنې الله پاک هم هغه دے چا چې پۀ تا باندې بے شميره انعامونه وفرمائيل، تۀ لا دُنيا ته راغلے هم نۀ وې، د دې نه پۀ صدو وړاندې پۀ تا باندې د انعامونو لړۍ شروع شوې وه۔

لږ غور وکړئ که الله پاک حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نۀ وے پيدا کړے نو آيا مونږ به دُنيا ته راغلې وے؟ نا۔ ځۀ! آدم عَلَیْهِ السَّلَام پيدا کړے شو، که د هغوئي اولاد نۀ وے نو مونږ به دُنيا ته راغلې وے؟ نا۔ ځۀ! اولاد يـې هم وشو خو د هغوئي د اولاد د اولاد د زرګونو، کروړونو، اربونو انسانانو سلسله مخکښې نۀ تله نو آيا مونږ به دُنيا ته راغلې وے؟ نا۔ ځۀ! دا د دُنيا د انسانانو سلسله هم مخکښې لاړه، که زمونږه مور او پلار شنډي [يعنې بچي يـې نۀ] وو نو مونږ به دُنيا ته راغلې وے؟ نا۔ ځۀ! مونږه پيدا هم شو، څومره داسې خلق دي کوم چې د پيدا کيدو سره مړه شي، پيدائشي طور ليوني وي، ډير داسې دي کوم چې د پيدا کيدو سره پۀ I.C.U کښې داخلولے شي ، خُدائے دې نۀ کړي که چرې داسې شوي وو نو آيا نن به مونږه ډاکټر، انجنيئر، افسر او پته نه لګي چي څۀ څۀ جوړ شوي يو؟ نشو جوړيدے۔ نور غور وکړئ! زمونږه پلار نيکونه هم پيدا شو، مونږه هم دُنيا ته راغلو خو که دلته د ژوند تيرولو اسباب نۀ وے نو۔۔۔؟ پۀ کائنات کښې څومره داسې سيارې دي، مشتري، مريخ، زُحل وغيره د سائنس دانانو د وينا مطابق نورو ځايونو ته د تللو کوشش


 

 



[1]... تفسیرنعیمی، پارہ:1، البقرۃ، زیر آیت:21، جلد:1، صفحہ:213 ملتقطًا ۔