Book Name:Ibadat Ke Faide
کولے شي خو هلته د ژوند تيرولو اسباب نشته، اکسيجن، هوا، اوبه وغيره پۀ زرګونو قِسمه ضرورتونه دي، کوم چې هلته نشته، ځکه مونږ هلته نۀ شو تلے، که لاړ هم شو نو ژوندي نۀ شو پاتې کيدے، که دا زمکه هم داسې وه نو۔۔۔؟ آيا مونږ به پۀ دُنيا کښې وو؟ آيا مونږ به دلته ژوند تير کړے وو؟ آيا دلته به مو د لکونو، کروړونو روپو کاروبار شروع کړے وو؟ دا ټول نعمتونه کوم چې مونږ ته پۀ نظر راځي، کوم چې مونږه استعمالوو، آيا دا هر څۀ به وو؟ نۀ به وو۔
اندازه ولګوئ چې دا د څومره صدو انعامونه دي کوم چې پۀ مونږ باندې مسلسل کيږي، الله پاک مونږه هم پيدا کړو، زمونږ نه مخکښې چې زمونږه کوم پلار نيکونه، ډر نيکونه وغيره وو، هغوئي يـې هم پيدا کړل، بيا يـې پۀ هغوئي کښې هر يو صرف پيدا نۀ کړو بلکې هغوئي له يـې د ژوند د تيرولو اسباب هم ورکړه، هغوئي له يـې ژوند هم ورکړو او د هغوئي د پالنې، مناسبې روزنې او پۀ دُنيا کښې د ژوند د تيرولو اسباب يـې هم ورکړل، آيا داسې څوک بله هستي شته کوم چې پۀ مونږ باندې دومره ډير انعامونه وکړي؟ آيا څوک بل خالِق شته؟ څوک رازق شته؟ هٰغه ټول دروغژن خُدايان د کومو چې غير مسلمه عبادت کوي، آيا پۀ هغوئي کښې څوک داسې شته کوم چې دومره انعامونه کولے شي؟ نشته، هيڅکله هم نشته۔ د مکے مکرمې کافرانو هم دا خبره منلې وه، پۀ قرآنِ کريم کښې دي:
قُلْ مَنْ یَّرْزُقُکُمْ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ اَمَّنْ یَّمْلِکُ السَّمْعَ وَ الْاَبْصَارَ وَ مَنْ یُّخْرِجُ الْحَیَّ مِنَ الْمَیِّتِ وَ یُخْرِجُ الْمَیِّتَ مِنَ الْحَیِّ وَ مَنْ یُّدَبِّرُ الْاَمْرَ ؕ فَسَیَقُوْلُوْنَ اللّٰہُ ۚ فَقُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ (۳۱)
(پارہ:11، سورۀ الیونس:31)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ وفرمايۀ: د اسمان او زمکې نه تاسو ته څوک روزي درکوي يا د غوږ او سترګو مالک څوک دے؟ او ژوندے د مړي نه او مړے د ژوندي نه څوک را اوباسي او څوک د ټولو کارونو تدبير کوي؟ نو اوس به وائي: ” الله“۔ نو تۀ وفرمايۀ: نو تاسو ويريږۍ ولې نۀ؟۔