Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
گوش تک سنتے تھے فریاد اب آئے تا دوش
کہ بنیں خانہ بدوشوں کو سہارے گیسو([1])
وضاحت: ويښته مبارک يـې چې کله تر غوږونو پورې وو نو پۀ دې کښې اِشاره وه چې اے اُمتيانو! دا مبارک غوږونه ستاسو د فرياد اوريدو د پاره دي، بيا به يـې چې د اوګو مبارکو پورې تشريف راوړو نو بيا به يـې لکه چي اِشاره کوله چې اے بے اَسرې اُمتيانو! مۀ ويريږئ، دا مبارکې اوګې ستاسو د ملاتړ(اَسرې) د پاره دي۔
د سر او ګيرې مبارکې ويښته به يـې غوړول
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے به د خپل سر مبارک او د ګيرې مبارکې ويښته غوړول، ګمنځول، پۀ مينځ کښې به يـې کرښه ويستله۔ حضرت اَنَس بن مالِک رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: د الله پاک محبوب، دانائے غُيُوب (د غيبو د خبرو نه خبر) صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به سر مبارک اکثر غوړولو او ګيره مبارکه به يـې ګمنځوله او اکثر به يـې پۀ سر مبارک باندې کپړه ساتله ، تر دې پورې چې هٰغه کپړه به پۀ تيلو باندې لـمديدله۔ ([2])
شانہ ہے پنجۂ قدرت ترے بالوں کے لئے
کیسے ہاتھوں نے شہا! تیرے سنوارے گیسو([3])
وضاحت: د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکو لاسونو ته رَبِّ کريم يَدُ الله فرمائيلي دي، سُبْحٰنَ اللہ ! دا څنګه د قُدرت والا لاسونه دي، چې د دې اِشاره وشي نو سپوږمۍ دوه ټوټې شي، پريوتے نمر راواپس شي، چې د بيمار سره ولګي نو شِفا بيامومي، د داسې کمال والا قُدرت لرونکو لاسونو باندې به هغوئي زلفې مبارکې سمولې، اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ دې