Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

موندله۔ حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُټوپۍ مبارکه پۀ سر کړه۔ د حديث راوي قَسم خوري او وائي چې حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُټوپۍ پۀ سر کړه چي کله يـې پۀ کافرانو باندې حمله وکړه نو د کافرانو د لښکر ښپې وخوئيدلې او د مسلمانانو فتح نصيب شوه۔ ([1])

لیئے آئی اُمِّ تمیم جو ٹوپی فتح تھی اس میں

بدل دَیں جنگ کے نقشے میرے سرکار کے گیسو

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                               صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

موئے مبارک ولايت ورکوونکي دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د ويښتو مبارکو دوه اهم برکتونه شول: (1): موئے مبارک شِفا ورکوونکي دي (2): موئے مبارک د الله پاک پۀ عطا سره مشکل کُشا، حاجت روا او فتح ورکوونکي دي۔ د ويښتو مبارکو دريم او اهم برکت دا دے چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښکلي ښکلي موئے مبارک د الله پاک پۀ فضل سره ولايت ورکوونکي هم دي۔ آؤ جي! د موئے مبارکو د ادب او احترام کولو پۀ برکت الله پاک ولايت هم عطا کوي۔ سيدي داتا ګنج بخش هجويري رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: حضرت ابو العباس مهدي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ د مَرُو نومې علاقې د مالداره کورنۍ سره تعلق لرلو، د والد صاحب د وفات نه پس هغوئي ته پۀ ميراث کښې ډير دولت ميلاؤ شو، يو ځل هغوئي ته معلومه شوه چې د فلانکي کَس سره د رحمت عالِم حبيب مکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه موئے مبارک دي۔ د هغوئي پۀ زړۀ کښې د موئے مبارکو شوق راپيدا شو، نو هغوئي ترې هٰغه موئے مبارک پۀ بيعه واخستل، بس هم د هٰغه موئے مبارکو پۀ برکت الله پاک هغوئي ته د توبې توفيق ورعطا کړو او هغوئي ته يـې د ولايت درجه هم ورعطا کړله۔


 

 



[1]... فتوح الشام، جبلۃ یحارب خالدا،جلد:1، صفحہ:142-145 خلاصۃً۔