Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
د تعصب پردې لرې کړي او پۀ رښتوني زړۀ سره د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاکيزه سيرت ولولي نو بغير د کلمې وئيلو نه نۀ پاتې کيږي۔ نو الله پاک د دغې پاکيزه سيرت قَسم اِرشاد وفرمائيلو او اوئې فرمائيل:
مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَ مَا قَلٰىؕ(۳) (پارہ:30، سورۀ الضحیٰ:3)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ستا رَبّ تۀ نۀ پريښودے يـې او نۀ يـې ناخوښه کړے يـې۔
الله پاک دې زمونږه د داسې سيرت والا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښکلي ښکلي، ښه ښه، ځانګړي سيرت مبارک باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ نن سبا خلق مَعَاذَ الله! د غيرو خلقو نقل کوي، د غير مسلمو رويې اختياروي، کاش چې مونږه د خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک سيرت، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت د ځان دپاره معيار جوړ کړو، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّتو باندې عمل کوو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو پۀ برکت به زمونږه کردار هم ځلنده ځلنده، ښکلے ،او ښائسته شي او که الله پاک وغوښتل نو پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو پۀ برکت به پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې کامياب شو۔
پۀ سُنَّت باندې د عمل کولو فضيلت
د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين مبارک دي: (1): تاجدارِ رسالت، شهنشاہِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِی فَقَدْ اَحَبَّنِی وَمَنْ اَحَبَّنِی كَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنَّت سره محبت وکړو هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو هغه به پۀ جنَّت کښې زما سره وي۔ ([1]) (2): د دواړو جهانو سرکار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الْمُتَمَسِّكُ بِسُنَّتِي عِنْدَ فَسَادِ أُمَّتِي لَهُ أَجْرُ شَهِيدٍ یعنې د اُمت د فساد پۀ وخت کښې