Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

هر ميدان کښې د دې پۀ برکت کاميابي نصيب کيږي۔ مشهور صحابئ رسول حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُفرمائي چې (د خوش قِسمتۍ نه) د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تندي مبارک ويښتۀ مبارک زما سره وو۔ ما دا پۀ خپله ټوپۍ کښې مخې طرف ته ګنډلي  وو۔ (د دې موئے مبارک برکت وو چې) ټول عمر به پۀ هر جهاد کښې فتح او نصرت حاصليدلو۔ ([1])

فقط اس واسطے خالِد نے ہر اک معرکہ جیتا

انہوں نے ٹوپی میں رکھے میرے سرکار کے گیسو

د غير مسلمو لښکريانو ښپې وخوئيدلې

يو ځل حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُد لږ شان فوځ سره پۀ شام کښې د جبله بن اَيهم قوم د مقابلې د پاره تشريف يوړلو او ټوپۍ ترينه پۀ کور کښې پاتې شوه۔ کله چې مقابله وشوه نو د روميانو لوئي افسر ووژلے شو۔ هٰغه وخت جبله ټول لښکر ته حکم وکړو چې پۀ مسلمانانو باندې پۀ يو ځائے سخته حمله وکړئ۔ د حملې پۀ وخت د صحابۀ کرامو     عَلَیْہِمُ الرِّضْوان حالت نازک شو۔ تر دې پورې چې رافع بن عميره طائي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُحضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُته ووئيل: نن معلوميږي چې زمونږ اَجل راغلے دے۔ حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُوفرمائيل: رښتيا وايۍ، د دې وجه دا ده چې زما نه ټوپۍ پۀ کور کښې پاتې شوې ده (پۀ کومه کښې چې د حضور پر نُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک دي۔)

دلته دا حالت وو او هلته پۀ هٰغه شپه حضور سيد المُرسلين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت ابو عبيده رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُته پۀ خوب کښې تشريف راوړلو۔ حضرت ابو عبيده رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُد اِسلامي لښکر امير وو، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غيبو خبر ورکړو او اوئې فرمائيل: (اے ابو عبيده!) تۀ دا وخت اوده يـې، پاڅه او د خالِد بن وليد مدد له ځان ورسوه! کافرانو هغوئي راګير کړي دي۔


 

 



[1]... معجمِ کبیر، جلد:3 ، صفحہ:4 ، حدیث:3714 ملتقطًا ۔