Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

مجسم يـۍ چې ستاسو پۀ شان يوې مور تر اوسه پيدا کړے هم نۀ دے، تاسو بے عيبه پيدا کړے شوۍ لکه چې ستاسو رَبّ تاسو داسې جوړ کړۍ، لکه څنګه چې تاسو غوښتلي وو۔

او حسَّانُ الهِند (يعنې پۀ هندوستان کښې د حضرت حسَّان بن ثابِت رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُفيضان حاصلوونکي) اِمامِ اهلسُنَّت، شاه اِمام احمد رضا خان رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ څومره ښکلې خبره کړې ده:

وہ کمالِ حُسْنِ حُضُور ہے کہ گمانِ نقص جہاں نہیں

یہی پُھول خار سے دُور ہے، یہی شمع ہے کہ دُھواں نہیں([1])

ترجمه: زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حُسن داسې د کمال او بے مثاله دے چې پۀ دې کښې د هيڅ قِسمه نقص او عيب ګمان قدرې موجود نۀ دے، هم دا هٰغه ځانګړے ګل دے د کوم سره چې هيڅ ازغے نشته، هم دا هٰغه شمع ده د کومې سره چې هيڅ لوګے نشته۔

سيرتِ پاک دليل دے

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا خبره بالکل واضحه او بالکل صفا ده چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَبِّ کريم بے عيبه ساتلے دے او دومره بے عيبه يـې ساتلے دے چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاک وجود او جامو باندې مچ ته هم د کيناستو (اجازت) ورنکړے شو۔ ([2])

بلکې د دې نه زياته به د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک والے نور څۀ وي چې رَبِّ کائنات د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت پاک، د رسول هاشمي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاکيزه کردار، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارک ژوند د هغوئي د نبوت او رښتنولۍ


 

 



[1]... حدائقِ بخشش،صفحہ:107۔

[2]...کتاب الشفا، الباب الرابع ، فصل ومن ذالک ماظہر... الخ،جز:1،صفحہ:273 خلاصۃً ۔