Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
ته فرمائي: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پنجۀ قُدرت (يعنې هٰغه مبارک لاسونه کوم چې يَدُ الله دي، د کمال قُدرت والا دي)، هغه ستاسو د زلفو د پاره ګمنځه ده، مَاشَآءَ اللہ ! اے د کونينو شهنشاه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څنګه لاسونو ستاسو زلفې مبارکې سمې کړې دي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! رَبِّ کريم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارکو ته ناشنا شان ورکړے دے، لکه څنګه چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاکيزه سيرت بے عيبه دے، هم داسې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک هم بے عيبه دي، لکه څنګه چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سر نه واخله تر ښپو پورې ټوله معجزه ده، هم داسې د رسولِ هاشمي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارکو ته هم اعجازي شان عطا کړے شوے دے۔
اِک عمر مِلا لُمْس تجھے دستِ نبی کا
جب ریشِ نبی میں تُو رہا موئے مبارک
ہجرت کے مراحِل ہوں کہ معراجِ نبی ہو
تھے ہمسفرِ ثور و حرا موئے مبارک
ہر آن رفاقت اسے آقا کی ملی تھی
سدرہ سے وراء ساتھ رہا موئے مبارک
آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته موئے مبارک عطا کړل
د حضرت شاه ولي الله محدثِ دِهلوي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ والدِ محترم شاه عبد الرحيم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: يو ځل زما تبه شوه او ډيره اوږه شوه۔ تر دې پورې چې د ژوند نه نا اُميده شوم، پۀ هٰغه حالت کښې پۀ ما باندې پرکالي راغله، ما پۀ خوب کښې شيخ عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه