Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
شِفا غوښتله، د تاجدارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک به يـې د اوبو پۀ لوښي کښې کيښودل او هٰغه اوبۀ به يـې څښلې نو د هغوئي به شِفا نصيب کيدله۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې حديثِ پاک نه دوه مسئلې معلومې شوې: (1): صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به د حضور جانِ کائنات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک د برکت د پاره پۀ خپلو کورونو کښې ساتل (2): صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به د موئے مبارکو کمال ادب او احترام کولو چې د دې د ساتلو د پاره به يـې خاص او قيمتي ډبے جوړولو او پۀ هغې کښې به يـې پۀ خوشبويۍ کښې ساتل۔ ([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت امام احمد رضا خان رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: د آيتونو او حديثو د نقوشو (يعنې پۀ صفحه باندې د ليدلے کيدونکو الفاظو) چې څنګه تعظيم فرض دے، داسې د حضور پر نُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ردا(څادر) او قميص په خاص طور د نوکانو او ويښتو مبارکو (تعظيم هم فرض دے)۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک شِفا ورکوونکي هم دي، د دې سره سره فتح ورکوونکي هم دي، آؤ جي! د موئے مبارکو پۀ برکت مشکلات لرې کيږي او د ژوند پۀ