Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

شروع کړل۔ حضرت اُمِّ عُمَارَه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي چې ما هم يو څو ويښتۀ حاصل کړل۔ د رحمت عالم نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري وصال نه پس چې کله به څوک بيماريدو نو ما به هٰغه موئے مبارک پۀ اوبو کښې ډوبول او اوبۀ به مې پۀ مريض باندې څښلې نو الله رَبُّ العِزَّت به هغۀ ته شِفا عطا کوله۔ ([1])

وہ کرم کی گھٹا گیسوئے مشک سا                      لکۂ اَبرِ رأفَت پہ لاکھوں سلام([2])

وضاحت: سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: د بخښنې او کرم تکه توره وريځه يعنې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک د کومو نه چې به د مشکو نه هم زياته خوشبوئي راتلله، پۀ هٰغه مهربانه د وريځو پۀ ټوټه (زلفو مبارکو) باندې دې هم پۀ لکونو سلامونه وي۔

د غساله شريف سره به شِفا نصيب کيدله

د حضرت عثمان بن عبد الله بن مَوهَب رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ نه روايت دے: زما کور والؤ ما له د اوبو پياله  راکړه او د اُمُّ المُؤمِنِين حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خوا له يـې وليږلم، حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک پۀ يو ډبي کښې ايښودي وو۔ ما چې ورته وکتل نو يو څو سرۀ موئے مبارک مې وليدل ۔ ([3])

حضرت علّامه ملا علي قاري رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: د اُمُّ المُؤمِنين حضرت اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها سره د حضور انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو څو موئے مبارک وو کوم چې اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د سپينو زرو پۀ يو ډبي کښې ايښودي وو۔ کله چې به خلق بيماريدل نو هغوئي به د دغه موئے مبارکو نه برکت حاصلولو او د هغې پۀ برکت به يـې


 

 



[1]... مدارج النبوۃ، وصل کشتن صحابہ شتران ...الخ، جز:2، صفحہ:217۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:299۔

[3]... بخاری، کتاب اللباس، باب ما یذکر فی الشیب، صفحہ:1480، حدیث:5896 ملتقطًا۔