Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

چې کوم کَس زما پۀ سُنَّت باندې عمل کوي هغۀ ته به د شهيد ثواب ورعطا کيږي۔ ([1])

مطیع اپنا مجھ کو بنا یااِلٰہی!                                سدا سنتوں پر چلا یااِلٰہی!

تُو انگریزی فیشن سے ہر دَم بچا کر                      مجھے سنتوں پر چلا یااِلٰہی!

تجھے واسطہ سیدہ آمنہ کا                                بنا  عاشقِ  مصطفےٰ  یااِلٰہی!([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                               صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ زلفو مې دې قَسم وي!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:

وَ الضُّحٰىۙ(۱) وَ الَّیْلِ اِذَا سَجٰىۙ(۲)    (پارہ:30، سورۀ الضحیٰ:1.2)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د څاښت د وخت قَسَم۔ او د شپې چې کله پرده خوره کړي۔

 مفسرينِ کرامو د دې يوه ايمان تازه کوونکې معنیٰ دا بيان کړې ده چې د والضُّحٰی نه مُراد د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخ مبارک دے او د وَالَّيل نه د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زلفو مبارکو طرف ته اِشاره ده يعنې رَبِّ کائنات پۀ دې ځائے کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روښانه مخ مبارک او د زلفو مبارکو قسم ارشاد فرمائيلے دے۔ ([3]) اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ تيره جُمعه مونږه د خوږ نبي، ښۀ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارک مختصر ذِکر اوريدلے وو، راځئ چې نن د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زلفو مبارکو خبرې وکړو:


 

 



[1]... معجم اوسط، من اسمہ مُحَمَّد، جلد:4، صفحہ:119، حدیث:5414۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:100-101 ملتقطًا۔

[3]... تفسیر روح المعانی، پارہ:30، الضحیٰ، زیرِ آیت:2 ،جلد:30 ، صفحہ:520۔