Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

دليل جوړ کړے دے۔ پۀ قرآنِ کريم کښې دي چې کله د مکے کافرانو د رسولِ هاشمي، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نبوت باندې اعتراضونه وکړل نو الله پاک وفرمائيل: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دوئي ته وفرمايئ!

فَقَدْ لَبِثْتُ فِیْكُمْ عُمُرًا مِّنْ قَبْلِهٖؕ-اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ(۱۶)   (پارہ:11، سورۀ الیونس:16)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو بے شکه ما د دې نه مخکښې پۀ تاسو کښې يو عمر تير کړے دے، نو آيا تاسو عقل نۀ لرئ؟۔

يعنې اے د مکے کافرانو! ما ستاسو ترمينځه، ستاسو د سترګو د وړاندې 40 کاله ژوند تير کړے دے، تاسو زما صداقت هم پيژنۍ، زما امانت داري هم ښه پيژنۍ، زما د ځوانۍ عمر هم ستاسو د وړاندې تير شوے دے، تاسو ته ښه معلومه ده چې ما چرې هم د الله پاک نافرماني نۀ ده کړې، ([1]) (چرې مې دروغ نۀ دي وئيلي نو آيا اوس به زۀ پۀ الله پاک باندې دروغ وايم، آيا دا د دروغو دعویٰ به کووم چې الله پاک زۀ نبي جوړ کړے يم او پۀ ما باندې يـې کتاب نازل کړے دے۔۔۔؟ آيا تاسو د عقل نۀ کار نۀ اخلئ۔۔۔َ؟)

تری صُورت تری سیرت زمانے سے نرالی ہے       تری ہر ہر ادا پیارے دلیلِ بےمثالی ہے([2])

غير مسلمه کلمه ووئيله او مسلمان شو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا شان دے، الله پاک نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هر عيب نه پاک ساتلے دے۔ خبره خو بالکل واضحه ده خو د کم عقلۍ سره به څۀ کوې، داسې داسې نادانه هم پۀ دُنيا کښې شته، کوم چې کمالونو له د عيب رنګ ورکوي او مَعَاذَ الله! اعتراضونه پرې کوي۔ يو ځل يو څو غير مسلمه چرته ناست وو او پۀ خپل مينځ کښې يـې خبرې کولې، پۀ خبرو کښې د خوږ آقا و مولا،


 

 



[1]... تفسیرِ قرطبی، پارہ:11، یونس، زیرِ آیت:16 ، جز:8، جلد:4، صفحہ:162 ملتقطًا۔

[2].. ذوقِ نعت، صفحہ:230۔