Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

کولاؤ نۀ شوه، نو بيا ما د خپل زړۀ طرف ته توجه وکړه نو معلومه شوه چې پۀ زيارت کوونکو کښې فلانکے کَس جُنبي وو يعنې پۀ هغۀ باندې غسل فرض وو۔ پۀ دې وجه باندې تالا نۀ کولاؤيدله ، ما پرې پرده راواچوله او ټولو ته مې ووئيل چې لاړ شئ او بيا غسل وکړئ او راشئ! نو چې کله هٰغه جنبي کَس د محفل نه بهر لاړو نو تالا پۀ اسانۍ سره کولاؤ شوه او مونږ ټولو زيارت وکړو۔ ([1])

کعبۂ جاں کو پنھایا ہے غلافِ مشکیں

اُڑ  کر  آئے ہیں   جو  اَبرو  پہ  تمہارے  گیسو([2])

وضاحت: د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زلفې مبارکې به کله الوتې او پۀ نُوراني مخ باندې به راتلې، پۀ دې شعر کښې اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ هغه ښکلے منظر بيان کړے دے چې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! کله چې ستاسو زلفې مبارکې الوځي او نُوراني مخ پټوي نو داسې ښکاري لکه چې کعبې شريفې ته د خوشبويۍ نه ډک غِلاف اچولے شوے دے۔

موئے مبارک شِفا ورکوونکي دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مشکل کُشَا، حاجت روا دے، د الله پاک پۀ کرم سره د هغوئي موئے مبارکو ته هم دا شان عطا کړے شوے دے چې د موئے مبارکو پۀ برکت سره د هر مرض نه شِفا حاصليږي۔ پۀ روايتونو کښې دي چي: پۀ مقامِ حديبيه کښې رحمت عالم نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ويښتۀ مبارک جوړ کړل او ټول ويښتۀ مبارک يـې پۀ يوه شنه ونه باندې کيښودل۔ صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان د هٰغه وَنې لاندې راجمع شول او ويښتۀ مبارک يـې د يو بل نه اخستل


 

 



[1]... انفاس العارفین (مترجم)، صفحہ:117 بتغیر قلیل۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:120۔