Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

میرے معبود کو پیارے میرے سرکار کے گیسو

عروجِ حُسْن سے آگے میرے سرکار کے گیسو

زیارت گیسوؤں کی ہے نبی کی دید کا حِصَّہ

وہ ہے خوش بخت جو دیکھے میرے سرکار کے گیسو

جہاں میں عشق و مستی کی یہ خوشبو اس لئے پھیلی

کہ ہوا کہ دوش پر مہکے میرے سرکار کے گیسو

د موئے مبارکو پاک صفت

زمونږ د خوږ آقا، جانِ عالَم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک نۀ ګُلګُتي وو، نۀ بالکل نيغ بلکې (د دې دواړو حالتونو ترمينځه وو۔) د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک د هغوئي تر غوږونو پورې وو۔ ([1])

نہ گھونگھر والے، نہ بالکل سیدھے، وہ گیسو خمیدہ ہیں

گھنے اور رنگ میں کالے میرے سرکار کے گیسو

زمونږه سرکار، د دواړو جهانو تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هميشه پۀ سر باندې ويښته مبارک پوره ساتلې دي (يعنې چرې هم داسې نۀ دي شوي چې د يو اړخ نه يـې تراشلي وي او د بل اړخ نه يـې ساتلي وي، د ټول سر ويښته مبارک يـې يو شان ساتلي، که خريلي يـې دي نو د ټول سر مبارک يـې خريلي دي)، د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ويښته مبارک به کله د غوږونو  نيمي پورې وو، ([2]) کله به د پوره غوږونو پورې او بعضې وخت به چې لوئي شول نو د اوګو مبارکو سره به لګيدل۔ ([3])


 

 



[1]... الشمائل المحمدیہ، باب ما جاء فی شعر رسول اللہ ، صفحہ:107-108 ، حدیث:27 خلاصۃً۔

[2]... الشمائل المحمدیہ، باب ما جاء فی شعر رسول اللہ ، صفحہ:104 ، حدیث:24۔

[3]... الشمائل المحمدیہ، باب ما جاء فی شعر رسول اللہ ، صفحہ:106-107 ، حدیث:25-26 ملتقطًا۔