Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
او عافيت زيرے راعطا کړو نو زما هٰغه وخت ارام نصيب شو۔ بيا زۀ رابيدار شوم، ما فوراً ډيوه راوغوښتله او چې وه مې کتل نو هٰغه دواړه موئے مبارک زما پۀ لاس کښې نۀ وو، زۀ ډير غمژن شوم او پۀ زړۀ زړۀ کښې بيا د بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طرف ته متوجه شوم، ما بيا پۀ خوب کښې وليدل چې د اُمت والي، سرکارِ عالي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جلوه فرمائيلې ده او فرمائي: ځويه! ما دواړه ويښته ستا د بالښت لاندې ايښودي دي، د هٰغه ځائے نه يـې راواخله!
ما د رابيداريدو نه پس د بالښت د لاندې نه هٰغه دواړه موئے مبارک راواخِستل او هغه مې پۀ پاک ځائے کښې ډير پۀ تعظيم او تکريم سره محفوظ کړل۔ ([1])
ادا کرتے ہیں وہ سُنّت صحابہ کی جنہوں نے بھی
تبَرُّک جان کر رکھے میرے سرکار کے گیسو
زیارت گیسوؤں کی ہے نبی کی دید کا حِصَّہ
وہ ہے خوش بخت جو دیکھے میرے سرکار کے گیسو
حضرت شاه عبد الرحيم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: ما د هٰغه موئے مبارکو درې کمالات وليدل: (1): وړومبے کمال دا چې هٰغه دواړه موئے مبارک به د يو بل راتاؤشوي وو خو د هغوئي پۀ مخکښې چې به کله د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ذات مبارک باندې درودِ پاک لوستلے کيدلو نو هٰغه دواړه موئے مبارک به جُدا جُدا او ودريدل۔
پڑھیئے جدوں درود تے زلفاں جھوم دیاں ویکھے عجب خصال نے تیریاں زلفا ں دے
(2): دويم کمال دا وو چې يو ځل درې کسان کوم چې د دې معجزې نه منُکر وو هغوئي