Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam

راغلل او بحث يـې شروع کړو چې داسې څنګه کيدے شي؟ حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې  چا ته څنګه موئے عطاکولے شي؟ خوب خو خوب وي، د دې د حقيقت سره هيڅ تعلق نۀ وي۔ پۀ دې بنياد باندې هٰغه دريو واړو پۀ موئے مبارکو باندې ازميښت کول غوښتل، زۀ د بے ادبۍ د ويرې نه پۀ دې باندې رضا نۀ شوم۔ خو څۀ به مې کول؟ مناظره اوږده شوه، اخر زما خپلوانو هٰغه موئے مبارک راواخستل او غرمو ته لاړل، فوراً وريځ راغله او سورے يـې پرې وکړو، حالانکې تيز نمر وو، د وريځو موسم هم نۀ وو۔ پۀ دې ليدلو پۀ هغوئي کښې يو توبه کړه او اوئې منله چې واقعې دا د حبيبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک دي۔ نورو دوو منکرانو ووئيل: دا اتفاقي کار دے۔ نو پۀ دويم ځل بيا موئے مبارک غرمو ته يوړے شو، پۀ دې ځل بيا وريځ فوراً حاضره شوه او سورے يـې پرې وکړو، بيا دويم منکر هم ومنله او توبه يـې وکړه۔ دريم لا بيا هم نۀ منله، نو د هغۀ د تسلۍ د پاره موئے مبارک پۀ دريم ځل غرمو ته يوړے شو، پۀ دې ځل بيا هم هٰغه معامله وشوه، فوراً وريځه راغله او خِدمت يـې وکړو، بيا دريم هم ومنله او توبه يـې کړه۔

ہم سیہ کاروں پہ یارَبّ! تپشِ محشر میں

سایہ افگن ہوں ترے پیارے کے  پیارے  گیسو([1])

وضاحت: يا الله پاکه! د قيامت پۀ ورځ چې کله نمر د يو ميل پۀ فاصله وي او وور وروي، زمکه د اوسپنې وي او سرۀ وي، پۀ هٰغه وخت ستا د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښکلو زلفو مبارکو سورے زمونږ نصيب کړې۔

(3): دريم کمال دا چې يو ځل بعضي خلق د موئے مبارکو د زيارت د پاره راغلل، پۀ کوم صندوق کښې چې هٰغه موئے مبارک وو، ما هغه بهر راوړلو۔ ډير خلق راجمع شوي وو، ما د تالې کولاؤلو د پاره چابي ولګوله نو تالا کولاؤ نۀ شوه، ډير کوشش مې وکړو خو تالا


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:119۔