Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
حضرت ابو عبيده رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُهٰغه وخت راپاڅيدو او لښکر يـې تيار کړو او فوراً پۀ تيزۍ سره روان شو۔ پۀ لاره کښې حضرت ابو عبيده رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُپۀ اَس سور يو کَس وليدو کوم چې اَس زغلولو او د هغوئي نه مخکښې روان وو، دا يـې چې وليدل نو هغوئي يو څو تيز رفتاره اَس سورو ته حکم وکړو چې د دغه پۀ اَس سور کَس حال معلوم کړي! پۀ اَسونو سوارۀ کسان چې کله ورنزدې شو نو غږ يـې وکړو: اے پۀ اَس سور بهادره! لږ ودريږه! دا يـې چې واوريدل نو هغه ودريدو۔ چې معلومات يـې وکړل نو هغه د حضرت خالِد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُکور ودانې وه۔ حضرت ابو عبيده رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُچې ترينه د سفر د وجې پوښتنه وکړه نو هغې ووئيل: اے اميره! کله چې د شپې ما واوريدل چې تاسو پۀ اِسلامي لښکر کښې اعلان کړے چې حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُدښمنانو راګير کړے دے، فوراً تيار شئ! نو ما سوچ وکړو چې هغوئي چرې هم نۀ ناکامه کيږي ځکه چې د هغوئي سره د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم موئے مبارک دي۔ خو ما چې څنګه وکتل نو زما نظر د هغوئي پۀ ټوپۍ پريوتو پۀ کومه کښې چې موئے مبارک وو۔ ډير افسوس مې وکړو او هٰغه وخت راروانه شوم چې پۀ څۀ طريقه هغوئي ته ټوپۍ ورسووم۔ حضرت ابو عبيده رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُوفرمائيل: خُدائے دې تاسو له برکت درکړي۔ هغه هم د هغوئي سره پۀ لښکر کښې شامله شوه۔
حضرت رافع بن عميره رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُکوم چې د حضرت خالِد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُسره وو فرمائي: حالت دا وو چې مونږ د خپل ژوند نه بالکل مايوسه شوي وو چې ناڅاپه د تکبير اواز راغلو۔ حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُوکتل چې دا اواز د کوم طرف نه راغلو۔ کله چې يـې د روميانو پۀ لښکر باندې نظر شو نو څۀ ګوري چې يو څو پۀ اَس سوارۀ پۀ هغوئي پسې ورپسې دي او اَوتَرې منډې وهي۔ حضرت خالد بن وليد رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُاَس په منډه کړو او پۀ هغه اَس سورو کسانو کښي يو کَس ته ورنزدې شو او پوښتنه يـې وکړه چې اے پۀ اَس سور بهادره! تۀ څوک يـې؟ هغې جواب ورکړو: زۀ ستاسو کور ودانې اُمِّ تميم رَضِىَ اللهُ عَـنْها يم، ستاسو مبارکه ټوپۍ مې راوړې ده د کومې پۀ برکت چې به مو پۀ دښمنانو باندې فتح