Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
مسئله: د ربيع الاول پۀ اُمبارکۍ ورکولو د جنَّت د واجب کيدو هيڅ روايت نشته۔
وضاحت: پۀ بعضو خلقو کښې دا خبره مشهوره ده بلکې ډير خلق خو پۀ سوشل ميډيا باندې داسې پوسټونه هم ليږي، پۀ کومو کښې چې داسې قِسمه خبرې درج وي چې کوم بنده چاته د ټولو نه مخکښي د ربيع الاول اُمبارکي ورکړي، پۀ حديثِ پاک کښې دي چې د هغه د پاره به جنَّت واجب شي۔ مَعَاذَ الله! دا ډيره د جُرأت خبره ده، داسې هيڅ يو روايت د حديثونو پۀ کتابونو کښې موجود نۀ دے۔ ربيع الاول شريف يقيناً چې ډيره مبارکه مياشت ده، ډيره د عظمتونو والا، رفعتونو والا مياشت ده خو د دې مبارکې مياشتې پۀ راتلو باندې د اُمبارکۍ ورکولو سره جنَّت واجب کيږي، دا خبره د ځانه جوړه کړے شوې ده او ياد ساتئ چې د دروغو خبره پۀ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې تړل حرام کار دے، پۀ حديث مبارک کښې دي: مَنْ کَذَبَ عَلَیَّ مُتَعَمِّدًا فَلْیَتَبَوَّاْ مَقْعَدَہٗ مِنَ النَّارِ يعنې چا چې پۀ ما پورې قصداً عمداً دروغ وتړل، هغه دې خپل ځائے پۀ دوزخ کښې جوړ کړي۔ ([1])
او بغير د تحقيق او تصديق نه هره يوه اوريدلے شوې خبره مخکښې خورول نۀ دي پکار، پۀ حديثِ پاک کښې دي: کَفٰی بِالْمَرْء ِکَذِبًا اَنْ یُّحَدِّثَ بِکُلِّ مَا سَمِعَ يعنې د اِنسان د دروغژن کيدو د پاره دا کافي ده چې هره اوريدلے شوې خبره بيان کړي۔ ([2]) ځکه د داسې روايتونو والا ميسجونو او پوسټونو شيئر کولو نه بچ کيدل ډير ضروري دي۔ ([3])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد