Book Name:Zulf e Mustfa Ki Qasam
مطلب دا چې کله ورځ شي نو هر څيز روښانه روښانه او بالکل واضحه شي، چې کله شپه شي نو هر څيز پټ شي نو اِمام رازي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي چې د دې دواړو لفظونو نه (1): د لفظ وَالضُّحٰی نه هم او (2): د لفظ والَّیل نه هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت مُراد دے۔ د سیرتِ طیبه هم دوه اړخونه دي * يو دے د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه سيرت، هٰغه افعال، هٰغه کردار، هٰغه مبارک عادتونه کوم چې د خلقو مخې ته دي او * يو دے هٰغه پاکيزه سيرت، هٰغه بے مثاله کردار، هٰغه شانونه، هٰغه کمالونه کوم چې پټ دي، د هغې صرف الله پاک ته پته ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت دا دواړه اړخونه بے عيبه دي نو لکه چې الله پاک فرمائي: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو هٰغه سيرت، هٰغه کردار، هٰغه مبارک عادتونه کوم چې د خلقو مخې ته دي، هغه هم بے عيبه دي، دغه شان ستاسو هٰغه پاکيزه سيرت، هٰغه مبارک شانونه کوم چې زما او ستاسو ترمينځه راز دے، هغه هم بے عيبه دي، اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو پۀ دې دواړه قِسمه بے عيبه سيرت باندې مې دې قَسم وي! ستاسو رَبّ تاسو نۀ پريښودي يـۍ، نۀ ستاسو نه ناراضه شوے دے۔
سُبْحٰنَ اللہ ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔۔۔!! د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت داسې پاکيزه دے چې د هغوئي رَبِّ کريم! د دې مبارک سيرت قَسم اِرشاد فرمائي۔ د دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شاعِر، صحابئ رسول حضرت حسَّان بن ثابِت رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُڅۀ ښکلي وئيلي وو:
وَ اَحْسَنُ مِنْکَ لَمْ تَرَ قَطُّ عَیْنِی وَ اَجْمَلُ مِنْکَ لَمْ تَلِدِ النَّسَآءُ
خُلِقْتَ مُبَرَّءً مِّنْ کُلِّ عَیْبٍ کَاَنَّکَ قَدْ خُلِقْتَ کَمَا تَشَآءُ([1])
ترجمه: او ستاسو پۀ شان ښکلے زما سترګو هډو ليدلے نۀ دے بلکې تاسو هٰغه حُسنِ