Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak

نـمونځونه قائمونکي، زکوٰة ورکوونکي، رکوع کوونکي نيک سيرته، کامِل مسلمانان۔ يعنې الله پاک هم ستاسو مددګار دے، رسول الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  هم مددګار دے او د الله پاک پۀ عطا سره، د هغۀ پۀ توفيق سره، د هغۀ پۀ ورکړے شوي طاقت سره نيک سيرته کامِل مسلمانان هم ستاسو مددګار دي۔ د دوئي نه علاوه هيڅ يو کافِر، غير مسلمه، مشرک، د الله پاک نافرمانه خپل دوست، محبوب او مددګار هيڅکله هم مۀ جوړوئ!

معلومه شوه چې صرف الله پاک مددګار منل او د دې نه علاوه هر مدد شِرک او بدعت ګرځول، بالکل 100 فيصده غلطه خبره ده۔ الله پاک مونږ ته صفا صفا فرمائي چې الله پاک هم ستاسو مددګار دے، رسول الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  هم ستاسو مددګار دے او ټول متقيان مسلمانان هم ستاسو مددګاران دي۔ لهذا چې کوم بنده پۀ شيطاني وسوسو کښې راځي او د الله پاک د مقبولو بندګانو د مدد نه اِنکار کوي، هغه د دې آيت مبارک نه اِنکار کوي۔ الله پاک دې زمونږه سلامتي نصيب کړي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږ د رسول الله            صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  غلامان يو، د اوليائے کرامو  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه م غلامان يو، مونږ د الله پاک نه هم مدد غواړو او رَبِّ کريم خپل محبوب بندګان هم زمونږ مددګار جوړ کړي دي، لهذا پۀ قرآني تعليماتو پۀ عمل کولو مونږ د هغۀ د محبوب بندګانو نه هم مدد غواړو۔ د دې مدد غوښتو برکتونه څۀ دي؟ د الله پاک، د رسولِ کريم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  او د الله پاک د محبوب بندګانو خپل مددګار منلو برکتونه څۀ دي؟ دا هم د قرآنِ کريم نه واورئ! ډيره ايمان تازه کوونکې خبره ده، پۀ دې پسې ورستو  آيت کښې الله پاک فرمائي:

وَ مَنْ یَّتَوَلَّ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَاِنَّ حِزْبَ اللّٰهِ هُمُ الْغٰلِبُوْنَ۠(۵۶)

(پارہ:6، سورۀ المَائدہ:56)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې الله او د هغۀ رسول او مسلمانان خپل دوستان جوړ کړي نو بے شکه صرف د الله ډله غالِبه ده۔

يعنې څوک چي د الله پاک سره محبت کوي، د رسولِ پاک  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  سره محبت کوي، د نيک سيرته متقيانو مسلمانانو سره محبت کوي، الله پاک هم خپل مددګار مني،