Book Name:Al Madad Ya Ghos e Pak
هم وې۔ د دې پۀ ليدو مونږه حيران شو، مونږه د قافِلې والؤ نه پوښتنه وکړه چې دا د لرګي چپړې تاسو ته د کوم ځائے نه ميلاؤ شوې؟ قافلې والؤ ووئيل: د 3 صَفَر شريف خبره ده، پۀ مونږه باندې ډاکوانو حمله وکړه، زمونږه ډير کَسان يـې ووژل او سامان يـې رانه هم واخِستلو۔ ډاکوانو زمونږه مال يو طرف ته يوړلو او پۀ خپل مينځ کښې يـې تقسيمولو، پۀ دغه وخت مونږه سوچ وکړو چې [که چرې] حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږه مدد اوکړي او مونږه د دې مصيبت نه بچ شو نو د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې به نذرانه وړاندې کوو۔
اوس لا مونږ پۀ خپل مينځ کښې دا خبرې کولې چې پۀ ځنګل کښې مو دوه تيز اوازونه واوريدل، کوم چې پۀ ټول خاموشه ځنګل کښې خوارۀ شو، ډاکوان هم ويريدل۔ بيا لږه شيبه پس يو ډاکو پۀ ويريدلي حالت کښې زمونږ خوا له راغلو: اوئې وئيل:راشئ ! تاسو خپل مال واخلئ! او اوګورئ چې زمونږه څۀ حال شوے دے؟ مونږه زر د ډاکوانو خوا له لاړو، وه مو کتل چې د هغوئي دواړه سرداران مړۀ پراتۀ دي او د هغوئي سره د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي دا مبارکې چپړې ايښودے شوې دي۔ بس مونږه د لرګي چپړې راواخستې، خپل مال مو راواخِستو او د حُضُور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې د نذرانې وړاندې کولو د پاره حاضِر شو۔ ([1])
اَسِیْروں کے مُشْکِل کُشا غوثِ اعظم! فقیروں کے حاجَت رَوا غوثِ اعظم!
گِھرا ہے بلاؤں میں بندہ تمہارا مدد کے لئے آؤ یاغوثِ اعظم!
ترے ہاتھ میں ہاتھ مَیں نے دیا ہے ترے ہاتھ ہے لاج یاغوثِ اعظم!([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل! کوم بنده چې الله پاک مددګار