Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
اِلَّاۤ اَصْحٰبَ الْیَمِیْنِؕۛ(۳۹) (پارہ29،سورۃالمدثر:39)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان: مګر ښي طرف والا.
څنګه چې قرض دار خپل قيمتي څيز ګانړه ساتي، بيا چې كله قرض بيرته وركړي نو خپل ګانړه شوے څيز بيرته واخلي، دغه شان د ټولو انسانانو ځانونه په جَهَنَّم كښې ګانړه پراته دي خو ”اَصْحابِ يَمِيْن (ښې طرف والا)“ دوئي به ځان د جَهَنَّم نه آزاد کړي او د جَنَّت حقدار به جوړ شي. دا اَصْحابِ يَمِيْن څوك دي؟ په دې باره كښې مُختَلِف اقوال دي: * سركارِ غوثِ اعظم، شيخ عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ھُمُ الْطَائِرُوْنَ اِلیَ اللہِ يعنې په دې آيت كښې د ” اَصْحابِ يَمِيْن “ نه هغه خلق مراد دي كوم چې د الله پاك طرف ته الوځي.
څنګه الوځي؟ لِاِفْنَاءِھَوِیَّاتِھِمْ فِیْ ھَوَیَّۃِ الْحَقِّ يعنې دوئي خپل خواهشات پريږدي، او د الله پاك په رضا باندې راضي اوسي، د الله پاك رضا والا كارونو كښې مصروفه اوسي، دا خلق اَصْحابِ يَمِيْن دي او دوئي به ځان د جَهَنَّم نه آزاد کړي او جنت ته د تللو حقدار به جوړ شي. ([1])
معلومه شوه چې د نفس په خواهشاتو تلل او خپله مرضي كول د الله پاک د رضا نه لرې کول كوي او دا جَهَنَّم ته د بوتللو سبب دے، او د