Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
الله پاك په بارګاه كښې د حاضرئ نه ويريدل، نفس د فضولو خواهشاتو نه منع كول جنت ته د بوتللو صِفَت دے. الله پاك ارشاد فرمائي:
وَ اَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ وَ نَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰىۙ(۴۰) فَاِنَّ الْجَنَّةَ هِیَ الْمَاْوٰىؕ(۴۱) (پارہ30،سورۃنٰزعٰت:40، 41)
مفهوم ترجمہ کنز الایمان: او څوك چې د خپل رب په حضور کښې اودريدلو نه اُويَريدو او نفس ئې د خواهشاتو نه منع كړو نو بيشكه د هغه ځائے جَنَّت دے.
الله پاك دِ مونږ ټولو ته د نفس د بے ځايه خواهشاتو نه د بچ كيدلو، او د رضائے اِلٰهى والا كارونو کولو توفيق راكړې. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
جَنَّت به صرف په رحمتِ اِلٰهي سره نصيب كيږي
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په سُورَۀ مُدَّثِّر كښې ذِكر شوي آيت كښې د ” اَصْحابِ يَمِيْن“ نه كوم خلق مراد دي؟ د دې په باره كښې امام قُرطُبـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو قول نقل كړے دے، فرمائي: هر هغه كس چې د خپلو اعمالو ثواب ته په طمع وي، هغه به د هغه اعمالو ته اوسپارلے شي او څوك چې د خپلو اعمالو ثواب ته په نه طمع وي بلکه د الله پاك په فضل او رحمت يقين ساتي، هغه د ”اَصْحابِ يَمِيْن“ نه دے، هغوئي به د جَهَنَّم نه آزادي حاصله کړي او د جنَّت حقدار به جوړ شي. ([1])